د اسیا پراختیايي بانک، د هېواد د حلقهیي واټ د پاتې برخې د جوړښت د بشپړتیا لپاره ۱۵۰ مېلیونه ډالره تصویب کړي دي.
د هېواد په شمال لوېدیځو ولایتونو کې د حلقهيي واټ د پاتې برخه، چې له جنجالي پروژو څخه ده تراوسه جوړه شوې نه ده.
خو د اسیا پراختیايي بانک وايي چې د دغې پروژې د نوي لګښت له تصویب سره، د هغه د جوړېدو کار به په چټکتیا سره په مخ ولاړ شي.
په کابل کې د اسیا پراختیايي بانک مشر وايي:«موږ د حلقهيي واټ د چارو پای ته رسېدو په موخه کار کوو او دغه پروژه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده؛ که څه هم د دغو پروژو یوه برخه د هېواد شمال لویديځو ولایتونو کې لاهم بشپړه شوې نه ده، خو د دغې پروژې د پایته رسېدو لګښت ته وار له مخکې وړاندوینه کړې ده.»
د دې ترڅنګ چې افغانستان د ځمکې له لارې له اروپا او د سیمې له هېوادونو سره ونښلو شوی، د هېواد حلقه يي واټ جوړېدو د هېواد د نړیوالې سوداګرۍ د غوړېدا لپاره مهم ګڼل کېږي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي چې د نړیوالې سوداګرۍ د پراختیا لپاره به ډېر ژر د لاجوردو له لارې څخه به ګټه واخیستل شي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د ټرانزیټ مشر یحي اخلاقي په دې اړه وویل:«دا زمینه او امکان شته موږ له هغو لېږدونکو وسایطو له لارې چې لرو یې. څلورو نورو هېوادونو ته تګ او راتګ ولرو او همدارنګه دغه وړتیا د تروغنډۍ او اقینې په بندرونو کې لرو کولای شو د بهرنیو موټرو د بار د تشولو امکانات چې دغه بندر ته راځي، اسانتیاوې برابرې کړو.»
د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري په دې اړه وویل:«موږ اړتیا لرو چې کورنۍ وړتیاوې پیاوړي کړو، په ځانګړې توګه د افغانستان په شمال کې امنیت رامنځته کړو ترڅو پاکستانیان او تاجیکستانیان لېواله شي زموږ د وړتیا له تباني سره خپله سوداګري د افغانستان له لارې رامنځته کړي.»
د اسیا پراختیايي بانک مسوولینو د مالوماتو له مخې د دغه بانک په تازه مرستو سره به د قیصار ــ بادغیس ۱۵۱ کیلومتره حلقهيي سړک ورغول شي.