Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د واورو اورېدو د کروندګرو هیلې راټوکولې دي

د هېواد په بیلابیلو برخو کې د واورو اورښتونه به د راتلونکي کال اقتصادي ودې لامل شي، د مرکزې احصایې د مالوماتو له مخې تېر کال کرنې د هېواد په اقتصاد کې مهمه ونډه درلوده او تمه کېږي چې راتلونکې کال کې به هم دا ونډه د لید وړ وي.

د مرکزې احصايې مسلکي مرستیال، حسیب‎الله موحد وویل:«که په تېرو ۱۰ کلونو کې د اقتصادي ودې بهیر ته وګورو ډېره اغیزه واورې او اورښتونو هم پرې درلوده. هر کال چې په هېواد کې واورې او باران کېږي نو کرنه خپله ونډه په اقتصاد کې لري.»

په همدې حال کې کروندګر هم د سږ کال اورښتونو ته خوښ دي او هیله لري چې راتلونکې کال کې به ښه حاصلات ولري.

د کابل ولایت د کرنیزو چارو ورئیس، عمرجان منګل څرګندوي:«د سږ کال ورښتونه هیله‎بښونکي دي او په ټولو برخو کې لکه د څړځایونو، ځنګلونو او کرنې په برخه کې به ښه اغېزه ولري.»

په همدې حال کې د بغلان ولایت کروندګر اورښتونو ته په خوشالۍ سره وايي چې راتلونکې کال کې به د کرنې په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ نشي.

د یاد ولایت یو تن کروندګر، سیدعالم څرګندوي:«زموږ کرنه به ښه شي او همداراز به د وارو له امله د ځمکې چینجي له منځه ولاړ شي.»

د بغلان بل کروندګر، محمدو زیاتوي:«وارې ټولو ته ګټه رسوي، هم مالدارو او هم کروندګرو او هم ځکو‎واله ته.»

همداراز بزګر، شریف وړاندې وايي:«واوره د خدای نعمت دی چې د ځمکې مکروب وژني.»

د بغلان ولایت د کرنې رئیس، محمدسالم څرګندوي:«واورې د افغانستان دولت او ملت ته ښه زیری دی او موږ کولی شو په راتلونکې کال کې ښه پیدا وار له ځمکو ولرو.»

په همدې حال کې کندهار ولایت کې د بارانونو ورېدل کروندګر خوشاله کړي او وايي چې راتلونکي کال پر کرنیزو پیداوارو به یې ښه اغیزه ولري.

د کندهار ولایت د کرنې ریاست چاراکي څرګندوي چې تر اوسه په دې ولایت کې د بارانونو کچه ۹۵ ملي مټرو ته رسېدلې ده.
 
په همدې حال کې کروندګر هم د سږ کال اورښتونو ته خوښ دي او هیله لري چې راتلونکې کال کې به ښه حاصلات ولري، په همدې حال کې د کندهار ولایت کروندګر هم د بارانونو ورېدو له کبله خوشاله دي

شریک یي کړئ