Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولایتي بودیجې د جوړونې پاليسي سږکال په ۴ وزارتونو کې تطبیق کېږي

د مالیې وزارت وايي چې د ولایتي بودیجې جوړونې پالیسي عملي کېدل سږکال په څلورو ولایتونو کې پیل شوي دي او تر درې راتلونکو کلونو په ۱۵ تر ۲۰ دولتي بنسټونو کې به تطبیق شي.

د مالیې وزارت د شمېرو له مخکې سږکال د ولایتي بودیجې جوړونې د پالیسۍ په چوکاټ کې،د کرنې او اوبو لګونې،عامې روغتیا،پوهنې،د کلیو او پراخیتا په وزارتونو کې د هېواد د هر ولایت لپاره یو مېلیون ډالر ځانګړي شوي دي.

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو مرستیال شفیق احمد قاري زاد وویل:«د ولایتي بودیجې جوړونې له پالیسۍ څخه موخه د مسؤولیتونو او د اړونده بودیجوي سرچینو د وړاندې کولو نه متمرکز کېدل دي چې د لازمو واکونو د ورکړې د بهیر له لارې چې د مرکزي بودیجوي واحدونو څخه ولایتي ریاستونو ته تحقق پیدا کوي.د دغو واکونو ورکړه به د مالي عامه مدیریت په سیستم کې  روڼتیا او د حساب ورکړه به له ځان سره ولري.»

د اقتصاد وزیر د ولایتي بودیجې جوړونې د پالیسۍ په غونډه کې،ولایتونو او سیمه‎ییزو بنسټونو ته په ځانګړې توګه د بودیجې جوړونې او پلان جوړونې په برخه کې ډېره ونډه ورکول د انډول لرونکې ودې او پراختیا لپاره ډېر مهم بولي.

د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد وویل:«د هېوا په کچه د انډول لرونکي وده او پراختیا د افغان حکومت له لومړیتوبونو څخه دي.دغه چاره د هېواد په کچه د خدمتونو د وړاندې کولو  د اغېزمنتیا د لوړولو او د یوه ګټور مالي او پلان جوړونې سیستم چې په هغه کې د مرکزي او سیمه‎ییز مسؤولیت او مسؤولینو ونډه واضح نه وي.»

د سیمه‎ييزو ارګانونو د پالیسۍ او پلان عمومي رییس عبدالمقتدر ناصري وویل:«په تېرو کې موږ بېلابېل پلانونه لکه د ولایتي پنځه کلن ستراتېژیک پلانونه مو هم امتحان کړي دي،چې له بده مرغه د دې له امله چې بودیجوي تضمین مو نه درلود،له تطبیق څخه پاتې شو او عملي نه‎شو.»

د ولسي جرګې د مالي او بودیجوي چارو کمېسیون رییس امیر خان یار وویل:«دوه کاله وړاندې په ولایتونو کې کرا کرا دغه وړتیا پیدا کېږي،خو اوس بېرته له ولایتونو څخه دغه واک مرکز ته راغلی دی. د اقتصاد،مالیې له وزیرانو،د ملي تدارکاتو له ملي کمېسیون، او په ټول کې له حکومت څخه غوښتنه دا ده چې دغه واکونه بېرته ولایتونو ته واستوي.»

د مالیې او اقتصاد وزارتونو په وینا،د ولایتي بودیجې په جوړونکې،سیمه‎ييزې پراخیتايي پروژې د ولایتونو د سیمه‎ييزو چارواکو او د خلکو په همکارۍ سره مطرحه کېږي او د بودیجې د لګښت پر مهال هم سیمه‎ییز چارواکي ډېر اختیار ولري او د وزارتونو او نور مسؤول بنسټونه د مرکزي بودیجې د جوړونې پر خلاف د بودیجې د طرحې او لګښت د ټول واک لرونکی نه دی.

شریک یي کړئ