Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاپي پروژې د عملي کار د پیل لپاره د حکومت هڅې

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې په راتلوونکي کال کې په افغانستان کې د ټاپي غازو د لېږد پروژې د عملي کار د پيل د دغه پروژې د غازو وېش درې عملیاتي مرکزونه په هرات، کناهار او هلمند ولایتونو کې جوړ شي ترڅو له دغو مرکزونو هېوادوالو ته غاز ووېشل شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي طلوع نیوز ته وویل چې دغه پروژه به د همدغو مرکزونو له لارې وڅارل شي او همدارنګه هېوادوالو ته د غازو د وېش لپاره هم کانالونه جوړ شي.

هغه زیاته کړه:«په دغو درې سیمو کې عملیاتي او د وېش مرکزونه جوړېږي چې په هغه ځای کې ګاز په سیسټماټیکه توګه وېشل کېږي، د سیمې بشپړ وېش د تخینکي او نقشې طرح منظمه تعیین شوې ده.»

په همدې حال کې د اقتصادي چارو ځينې کارپوهان وايي چې حکومت باید روښانه تګلارې ولري ترڅو د ټاپي ګاز څخه د هېوادوالو د اړتیا وړ ګاز د تأمین ترڅنګ له دغه ګاز څخه برېښنا هم تولید شي.

د اقتصادي چارو کارپوه قیس محمدي په دې اړه وویل:«له هغو ولایتونو چې دغه پروژه تېږي د ګازو څخه لومړني ګټه اخیستوونکي وي. که‎چېرې دغو خلکو ته ګاز ونه رسېږي و بالاخره هغه کسان چې د امنیت تأمینوي په مستقیمه توګه له دغې پروژې برخمن نه‎شي، له بده مرغه د دغې پروزې په ساتنه کې به همکاري ونه شي کړای او یا هم همکاري ونه کړي.»

د ورکړل شویو مالوماتو له مخې، د ټاپي پروژې ودانیز کارونه په ۲۰۱۸ کال کې پيلېږي او په ۲۰۱۹ کال کې دغه نل‎لیکه به ګټې اخیستنې ته کېښودل شي.

د ټاپي پروژه چې د هغه په بنسټ د ترکمنستان ګاز د ۸۱۴ زره کیلو مټرو په اوږدوالي سره له ترکمنستانه افغانستان، پاکستان او هندوستان ته ورسېږي.

د ګازو دغه نل‎‎‎لیکه د راتلونکي کال په فبرورۍ کې افغانستان ته رسېږي.

شریک یي کړئ