د هېواد په ښارونو په ځانګړې توګه په کابل کې د ښاري ټرانسپورټ د معیاري نظام نشتوالی، په دغه ښار کې د بې نظمیو لامل شوی دی.
د ټرانسپورټ وزارت مسوولان د هغوی په چارو کې د کابل ښاروالۍ او ټرافیکو ریاست لاسوهنې د ښاري بې نظمیو عامل بولي. د دغه وزارت سرپرست وايي د ښاري ټرانسپورټ د معیاري کېدو لپاره پر یوه پروګرام کار کوي.
اخوا یو شمېر پانګوال وايي کهچېرې حکومت دوی ته اجازه ورکړي چمتو دي چې د ښاري ټرانسپورټ د معیاري کېدو لپاره بسونه وارد کړي.
د معیاري ترانسپورتي نظام نشتوالي له کبله، د هېواد په ښارونو او په ځانګړې توګه کابل کې ښاري ترانسپورت ګډون شوی.د ترانسپورټ وزارت سرپرست هم مني، چې تېرو کلونو کې د ښار ترانسپورت د منظموالي لپاره کار نه دی شوي.
د ټرانسپورټ وزارت سرپرست محمد حمید ظهماسي په دې اړه زیاته کړه:«د ټرانسپورټي زیربناوو جوړول په ځانګړې توګه د بسونو تمځایونه او ترمینالونه د کابل د ښاروال صاحب دنده ده. خو د ټرانسپورټ مدیریت دوه برخو ته راجع کېږي چې یو د کورنیو چارو وزارت د ټرافیک او بل د ټرانسپورټ وزارت د ښاري نظم څانګه ده.»
د تمځایونو او د ښاري ټرانسپورټ د لازمې زیربنا نشتوالی او ګډوډۍ د دې لامل شوې، چې په پلازمېنه کې دا ستونزې جدي شي.
له دې ټولو سره یو خصوصي شرکت چې لسګونه ښاري بسونه یې کابل ته رالېږدولي او فعال دي، وایي که حکومت ورته اسانتیاوې برابرې کړي، په لږه موده کې به د ښاري ټرانسپورټ ستونزې حل کړي.
د لایف سټار شرکت رییس محمد یوسف مهمند زیاته کړه:«کهچېرې دولت د پارکونو د جوړېدو او ځینو اسانتیاو په اړه ژمنه وکړي، دولت چې هر څومره موټرو ته اړتیا ولري موږ یې برابروو.»
په همدې حال کې کابل ښاریان وایي، تېرو ۱۶ کلونو کې د ښاري ګڼه ګوڼې ستونزه نه ده حل شوې او اوس هم د معیاري ښاري ترانسپورته نشتوالي له کبله ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.