Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پلازمېنې په بازارونو کې د اوبلن غاز او نفتي توکو د بیو لوړېدل

د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي د نفتي توکو او اوبلن غازو بیې د لوړېدو له اندېښنې سره وايي چې د بازارونو د څار له نشتوالی، د دې لامل شوی ترڅو ځینې پلورونکي  دغه توکي، په لوړه بیه وپلوري.

اوس مهال د هېواد په بازارونو کې یو لیټر پټرول تر ۴۸ افغانۍ او یو لیټر ډيزل تر ۴۵ افغانۍ پلورل کېږي، په داسې حال کې چې تېره ورځ یو لیټر پټرول په ۴۲ او یو لیټر تر ۴۰ افغانیو پلورل کېدل.

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وايي، اوس مهال د پلازمېنې په بېلابېلوبرخو کې نفتي توکي په بېلابېلو بیو پلورل کېږي.

په پلازمېنه کې د نفتي توکو پلورونکی الله محمد وايي:«د نفتو بیه لوړه ده؛ د تېلو هر ټانک ته چې ځو،بیه یې توپیر لري. دا د حکومت په بې خبرې پورې تړاو لري. او موږ پوهېږو چې حکومت په دغو تېل پلورونکو حاکمیت نه‎لري.»

بل خوا پلازمېنه کې یو کیلو  اوبلن غاز تر ۶۵ افغانیو پلورل کېږي.

په کابل کې یو چلوونکی عمرا خان په دې اړه وايي:«د اختر له ورځو راهیسې د غازو بیه لوړه شوې ده؛ حتا د یو کیلو ګرام غاز بیه ۶۵ افغانیو ته رسېدلې. هېڅوک پوښتنه نه کوي چې ولې دومره په لوړه بیه پلورل کېږي. »

بل خوا پلازمېنه کې د نفتي توکو وارد ولو ټولنې مسوولین اذرخش حافظي وايي، د نفتي توکو په واردولو  د جدي څار نشتوالي له امله په هېواد کې د دغو توکو بیه یو شان نه ده.

ښاغلي حافظي زیاته کړه:«که‎څه هم اوس د غازو او نفتو صادرونکي هېوادونه هم د هغوی بیه لوړ وي، خو د دې ترڅنګ، په بازارونو کې ګډوډي هم په دغه وضعیت کې خپله ونډه لري.»

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د نفتي توکو ریاست مسوولینو د اوبلن غازو بیې له ټيټوالي خبر ورکړی وه.

شریک یي کړئ