د کابل په کرنیز نړیوال نندارتون کې د ښځينه کروندګرو د محصولاتو ترڅنګ یو شمېر خصوصي شرکتونو هم د کروندو پرمختللي ماشینونه ، د پروسس او بسته بندۍ امکانات او یو شمېر نور تولیدات نندارې ته کېښودل .
بلخوا، د کرنې او اوبو لګولو وزارت وایي چې د خصوصي شرکتونو ترڅنګ دغه وزارت هم د کروندګرو د ستونزو د حل په موخه یې پرمختللي وسایل دې نندارتون ته راوړي دي.
غلام علي چې په خپله بزګر دی او له غزي څخه دغه نندارتون ته چې د کابل په بادام باغ کې جوړ شوی راغلی دی.
هغه وايي:«دا ماشینونه د بزګرۍ لپاره ډېر مناسب دي، هم کښت کوي او هم یووې(قلبه) کوي او تخم هم پاشي.»
د کرنې او اوبو لګولو وزارت د میکانیزې ریاست وايي چې دغه وسایل د چین له خوا مرسته شوي او دغه ریاست هڅه کوي، ترڅو په دغه نندارتون کې د هغوی اېښودل، د اړتیاو او د ستونزو په حل کې اقدام وکړي.
د کرنې او اوبو لګولو وزارت د میکانیزې ریاست د انجنیرۍ امر اسدالله غوثي په دې اړه وویل:«ماشینونه اتومات دي چې په لږ وخت کې، ډېر ځمکې کري.»
د نورانصاف ترین شرکت مسوول دلاور نوري وايي:«دغه نندارتون پر باراز او مارکیټینګ ډېره اغېزه لري. سږکال د تېر کال په څېر دا نندارتون ښه وو؛ تېر کال ډېر خلک راغلي وو.»
سبا ته د کابل د کرنیز نندارتون وروستۍ ورځ بلل شوې، خو ولیدل شي چې له دغه نندارتون څخه د خلکو تود هرکلی به، د تېر کال په څېر د هغه وخت وغځوي که نه؟