Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کرنې وزارت هېواد کې د لبنیاتو پروسس مرکز جوړلو خبر ورکوي

د کرنې او اوبو لګولو وزارت چارواکي وايي چې ټاکل شوې د ۱۲ملیونه ډالرو په پانګونې سره چې له ملي بودجې ورکول کیږي، کابل کې د شیدو د پروسس یو کمپیلس جوړ شي.

دوی وایي چې دغه کمپلکس به سربیره پر دې چې د شیدو د پروسس لوی مرکز وي، معیاري سړې خونې او د څارویو د خوراکي توکو د تولید برخه به هم ولري چې په جوړیدو سره به یې کورني لبنانیات په معیارۍ بسته بندۍ سره بازارونو ته وړاندې شي.

چارواکي زیاتوي چې هڅه کوي دغه مرکز د کابل له ګاونډیو ولایتونو سره هم ونښلول شي چې په دې کار سره به د هغو شیدو لویه برخه چې د فارم لرونکو له کوپراتیفونو راټولیږي دغه مرکز ته ولیږدول شي.

د حیواني روغتیا او مالدارۍ عمومي رئيس، جهانګیري میاخېل وايي:«دا مرکز به د نړیوالو معیارونو سره جوړ شي او تولیدات به یې هم له نړیوالو معیارونو سره برابر وي.»

بله خوا د ګذرګاه د لبنیاتو د مرکز مسوولین وایي چې او سمهال د بازار غوښتنې او د  ډیرو بهرنیو لبني توکو وارداتو ته په بام سره په دې برخه کې  پانګونې ته لېوالتیا خورا زیاته ده.

د کابل ګذرګاه لبنیاتو ټولنې رئیس، غلام زکریا زیاتوي:«اوس اړتیا ده چې هېواد کې د شیدو پروسس لوی مرکز جوړ شي تر ‎څو د دېرشو زرو لیترو شیدو د پروسس ظرفیت ولري او دا کار په یوه ورځ کې وکړي او هېواد به هم د لبنیاتو په برخه کې پر ځان بساینې ته ورسيږي.»

اخوا د ګذرګاه په ټولنه کې د شیدو د پروسس د برخې یو شمیر مسلکي کارکوونکي وايي چې په هېواد په تیره بیا پلازمېنه کې به د شیدو د پروسس د لویو مرکزونوپه جوړیدو سره خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د سازمان د وروستیو موندنو له مخې او سمهال د هېواد په ښارونو کې پنځه اویا سلنه د اړتیا وړ لبني توکې له بهره واردیږي ؛ په داسې حال کې چې د هېواد په ډیری ولایتونو کې د شیدو د پروسس د لویو مرکزونو د جوړیدو آسانتیاوې شته .

 اوس مهال د کابل د لبنیاتو ټولنه  په پلازمینه کې د شیدو د راټولو لوی مرکز بلل کیږي.

د دغه مرکز مسوولین په پلازمېنه کې د شیدو د پروسس د لویو مرکزونو جوړیدل یوه بنسټيزه اړیتا بولي.

 چارواکي وايي چې په دغه مرکز کې د ورځې تر پنځه زره لیټرو شیدې پروسس او له هغو نه تولید شوي لبني توکي بازار ته وړاندې کیږي

شریک یي کړئ