Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کرنې وزارت کرنیزو توکو لپاره ۲۴۸ سړې خونې جوړوي

د کرنې او اوبو لګولو وزارت د کابو پنځوس زره ټنو په ظرفیت د ۲۴۸ سړو خونو د کار له پیلېدو خبر ورکوي.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې دغه سړې خونې به کابو ۴۰ مېلیونه ډالره لګښت ولري چې د د غه وزارت له پراختیايي بودیجې به ورکړل شي.

له بلخوا د افغانستان د علومي اکاډمۍ د کرنې انسټېټیوټ وايي چې تراوسه هغه سړې خونې چې جوړې جوړې شوې یوه ستره برخه یې معیاري نه دي.

د ۲۴۸ سړو خونو له ډلې چې تر راتلونکو دوه کلون به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، د کرنې او اوبو لګولو وزارت چارواکي په هېواد کې په ټولیزه توګه د ۴۰ زره ټنه له وړیتا سره د ۸ سړو خونو جوړېدل بې مخینې بولي.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت د سړو خونو د پروژو د عملي کولو مسؤول احمد شکیب په دې اړه وویل:«د هېواد په اتو ولایتونو کې(کابل، کندهار، بلخ، هرات، ننګرهار) کې به سړې خونې جوړې شي او هغه کرنیز توکې چې په دغو سړو خونو کې به وساتل شي، ټولې هغه مېوې او سبزۍ شاملېږي چې له دغو ولایتونو ترلاسه کېږي.»

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د کرنې انسټېټیوټ مسؤولان د سړو خونو جوړول په هېواد کې د کرنیزو توکو د بیې د ثبات لپاره اغېزناکه بولي، خو وايي چې ځينې دغه سړې خونې معیاري نه دي.

د علومو اکاډمۍ د کرنې انسټېټیوټ امر محمد یاسین فرهمند وايي:«د کرنې محترم وزارت کلونه مخکې هم ویلي وو چې موږ یوازې په بامیانو کې ۲۵۰ سړې خونې جوړه وو،خو هغه مالومات چې موږ ترلاسه کړل هغه ته کولای شو کورنۍ زېرمې ووایو نه سړې خونې. د دې لپاره چې په هغه که نه رطوبت کنټرولېږي، نه د تودخې درجه او نه هم د هوا جریان.»

د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي د هغو سړو خونو د جوړولو لپاره چې افغانستان ورته اړیتا لري، ۷۰۰ ډالري لګښټ ته اړتیا ده او د دغو سړو خونو په جوړېدو سره ۲۶۰ زره ټنه کرنیز توکو به په کې وساتل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه