د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یو شمېر سوداګر وايي چې په ګمرکونو کې د کاري ځنډ له کبله یې اویا سلنه کار او بار له ستونزو سره مخامخ شوی دی او اوسمهال د هارت او سپینبولدک ولایتونو په ګمرکونو کي يی کابو ۵۰۰۰ کانټینرونه چي سوداګریز توکي پکي دي بند پاتې دي.
دا سوداګر وايي چې که حکومت یې د ستونزو په هوارۍ کې ګام پورته نکړي نو پراخ لاریونونه به وکړي.
یو تن سوداګر، عبدالباقي څرګندوي:«موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې زموږ د کانټینرونو ستونزه چې له درېیو میاشتو راهیسې ولاړ دي هواره کړي، دا پانګهوالو لپاره لویه ستونزه ده.»
همداراز بل سوداګر، محمدرسول زیاتوي:«د سپینبولدک لاره له یوې میاشتې راهیسې تړلې ده. دوی له موږ څخه غواړي چې ډېرې پروسې تېرې کړو او دا ستونزمن کار دی.»
په همدې حال کې د مالیې وزارت د یادو ستونزو د هوارۍ ژمنه کوي.
د یاد وزارت ویاند، اجمل حمید عبدالرحیمزی څرګندوي:«موږ د سوداګرو ترڅنګ دریږو او دوی ته ستونزې نه وي. مرکزي چارواکو ولایتونو ته هدایت ورکړی چې د قانون په رڼا کې له ملي سوداګرو سره مرستې وکړي.»
د سپین بولدک ولسوالی سوداګر په دي باور دي که د افغان حکومت او ګانډیو هیوادونو تر منځ اړیکي سمي نه شي په یاده ولسوالۍ کې به سوداګری په ټپه و دریږي