Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

راتلونکو درېیو میاشتو پورې به د انټرنټ بیه ۸۰سلنه راټیټيه شي

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې په هېواد کې د انټرنیت خدمتونو په بیو کې له اتیا سلنې له کموالي خبر ورکوي.

د یاد وزارت چارواکي وايي چې د ولسمشر په لارښوونه په داسي تګ‎لاره باندې کار کوي چې له مخې به یې د دې ترڅنګ چې د انټرنیټ بیه کمه شي د دغو خدمتونو کیفیت او خونديتوب به هم لوړ شي.

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند، نجیب ننګیال څرګندوي:«تېره اوونۍ ترسره شوې ناسته کې د ولسمشر د حکم پر اساس راتلونکو درېیو میاشتو کې به انټرنټي خدمتونو بیې ټول هېواد کې له ۶۰ تر ۸۰ سنلې راټيټې شي او موږ پر دې تګ لارې کار کوو.»

په همدې حال کې د کابل اوسېدونکي بیا وايي چې د مخابراتو وزارت په وار وار ژمنو سره سره تر اوسه د انټرنټي خدمتونو بیو کې کموالی نه دی راغلی.

د کابل اوسېدونکی، وحیدالله وویل:«خصوصي شرکتونه خپلو جیبونو ته پام کوي او ډېره ګټه ګوري. خو حکومت یوازې پر دولتي مخابراتي شرکت واک لري.»

بل اوسېدونکی، رحمت زیاتوي:«هڅه دې وکړي چې بیې راټیټې شي تر څو خلک له دې خدمتونو استفاده وکړي.»

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مالوماتو له مخې اوس‎مهال په هېواد کې کابو درې‎نیم میلیون کسان انټرنټي خدمتونو ته لاس رسۍ لري.

یاد وزارت اته میاشتې مخکې ویلي وه چې د  انټرنټ بیې به ۲۰ سلنه کمې شي، خو تر اوسه پورې دا کار نه دی شوی.

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند وايي چې د انټرنټ کیفیت او خوندیتوب ته د دې وزارت کړنلارو له مخې پام کېږي

شریک یي کړئ