Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سږ کال د انګورو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی

د کرنې او اوبو لګولو وزارت شمېرې ښيي چې سږ کال د انګورو په حاصلاتو کې د ۱۵ سنلې زیاتوالي ته په پام سره، تاک لرونکي به مناسب عاید ترلاسه کړي.

د کرنې وزارت د شمېرو له مخې تېر کال څه باندې ۸۷ زره ټنه انګور په هېواد کې حاصل شول.

د دغه وزارت ویاند د هوا له لارې هند ته د افغانستان د انګورو لېږد ته په پام سره وايي چې سږ کال د هېواد بڼوالو د انګورو له پلور څخه به لازم عاید ترلاسه کړي.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند لطف الله راشد وايي:«سږ کال دې ته په پام سره چې د افغانستان انګور د هوا له لارې د هند بازارونو ته صادرېږي دغه کار به د کروندګرو عواید زیات کړي.»

په همدې حال کې د بګرام ولسوالۍ ځینې بڼوال مني چې سږ کال د نباتي افاتو د نشتوالي له امله د انګورو حاصلات مناسب وو.

بڼوال وايي چې د حاصلاتو په اخیستو سره دوی اړ دي چې خپل انګور د مرکز بازارونو ته ولېږدوي او هلته هم په مناسبه بیه نه پلورلېږي.

د بګرام ولسوالۍ بڼوال ظاهر په دې اړه وویل:«که‎چېرې زموږ حاصلات زیات شي هېڅ ګټه نه‎لري چې موږ بازار ونه لرو تاسې وګورئ چې موږ د سږکال حاصلات هم له لیرې لارو څخه مرکز ته راوړ زموږ لګښت لوړېږي او ګټه نه کوي.»  

دم‎ګړۍ، د هېواد په ډ‌ېرو برخو کې د انګور حاصلات اخیستل کېږي او د انګورو د ځینو سوداګرو په وینا د افغانستان انګور د نړۍ له غوره انګورو څخه دي چې په بازارونو کې په ځانګړې توګه د هند او خلیجي هېوادونو په بازار کې ډېر لېوال لري.

شریک یي کړئ