Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له کر څخه د درې‎نیم ملیونه هکتاره کرنیزو ځمکو پاتې کېدل

د کرنې او اوبو لګونې وزارت چارواکي وايي چې سږ کال د اوه نیم میلیون هکتاره کرنیزو ځمکو څخه پر نمايي کرکېله نه ده شوې او لامل یې په هېواد کې نا امنۍ او د اوبو کمښت بولي.

دا چارواکي زیاتوي چې سږ کال په هېواد کې د ۳ میلیونو ۶۰۰زره هکتاره اوبیزې ځمکې څخه یوازې پر کابو دوه نیم میلیون هکتاره کر شوی دی.

د کرنې وزارت د مالوماتو له مخې هیواد کې د کرنې له شاوخوا  ۷ نیم میلیونه هکتاره کرنیزې ځمکې څخه ۳میلیونه ۶۰۰ زره هکتاره آبي او ۳ میلیونه ۷۰۰ زره پر نوره ځمکه بیا للمي کرل کیږي.

د چارواکو په خبره هېواد کې نا امني او د اوبو کموالي له امله سږکال ۲ نیم میلیونه هکتاره ځمکه کښت شوې او د للمو ځمکو له ډلې یوازې پر یو میلیون ۱۴۳ هکتاره ځمکې کر شوی دی.

د کرنې او اوبو لګونې وزارت ویاند، لطف الله راشد څرګندوي:«سمېو ته د لاسرسي نشتوالی، د اوبو کانالونو ته نه لاسرسۍ هغه ستونزې دي چې له تېر څخه پاتې دي او دا د کار مخه نیسي.»

بل خوا یو شمیر کتونکي بیا هیواد کې د ابو سترو سرچینو په تړاو  د حکومت په بې غورۍ نیوکه کوي.

دوی زیاتوي، که حکومت د لیو بندونو په جوړولو نه شي توانیدلی په کوچینو بندونو او رودونو دې کار وکړي.

د پوهنتون استاد، سید مسعود په دې اړه وايي:«خپلې اوبه په وړیا پرېږدو چې ګاونډیو هېوادونو ته ورشي له ډلې یې ترکمنستان او نورو هېوادونو ته ځي.»

په هیواد کې د اصلاح شوو تخونو او د اوبو معیاري سیستم نشتوالی د کښت پروړاندې له نورو ستونزو شمیرل کیږي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی، یاسین فرهمند زیاتوي:«موږ باید د ایران او پاکستان له تجربو څخه د تخمونو په اصلاح کې کار وخلو. دې هېوادونو د تخمونو اصلاح لپاره خصوصي شرکتونه  جوړ کړي او غله تولیدوي.»

افغانستان په منځني ډول د کال ۷۰میلیارده متره مکعبه اوبه لري او د مالوماتو له مخې د دغو اوبو ۸۰ سلنه يې، له ګټې اخیستو پرته ګاونډیو هیوادونوته ځي.

په هېواد کې د اصلاح شوو تخونو او د اوبو معیاري سیستم نشتوالی د کښت پروړاندې له نورو ستونزو شمیرل کیږي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه