مرکزي بانک کابو ۲۵ میلیونه هغه بانکنوټونه چې پرې څه لیکل شوي، زاړه دي، رنګ پرې وهل شوی او یا هم خط شوي، راټول کړي دي.
مرکزي بانک وايي چې هغه بانکنوټونه چې په پلاستر نښلول شوي وي، د اعتبار وړ دي او هغه چې په قصدي توګه سوري شوي او یا پرې څه لیکل شوي د چلند وړ نه دي.
د مرکزي بانک مرستال، قاسم، رحیمي وايي:«که موږ د هېوادوالو له خوا کوم شکایت ترلاسه کړ او که کوم صراف او بانک د بانکنوټونو په بدلون کې کمېشن غوښت، نو موږ به ورسره قانوني چلند وکړو.»
مخکې له دې مرکزي بانک د یادو بانکنوټونو بدلون په موخه یوه میاشت موکه اېښې وه، خو د شهزاده سرای صرافان دا موکه کافي نه بولي او وايي چې مرکزي بانک دې ستونزې هوارۍ په موخه خلکو ته سم پوهاوی ورکړي.
د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې رئیس، شیرینآقا وايي:«مرکزي بانک باید ډېر پوهاوی خلکو ته ورکړي چې څه ډول دا پېسې وساتي.»
خو د مرکزي بانک مرستیال، قاسم رحیمي زیاتوي:«زما په آند خلکو ته په کافي اندازه وخت ورکړل شوی دی. او بیا به هم موږ وګورو که کیدی شول نو بیا کتنه به وکړو.»
دا په داسې حال کې ده چې مرکزي بانک وايي دوی هر کال کابو درې میلیونه ناچله شوي افغانۍ سوځوي او د هر بانکنوټ لپاره درې افغانۍ لګول کېږي.