مرکزي بانک وايي تر دې دمه يي ۹۳۰ مېلیونه افغانۍ نا مناسب بانک نوټونه راټول کړي دي، د یاد بانک ویاند، ایمل هاشور جمعه( د زمري۲۰مه) وویل چې تر ۹ ورځو پورې ټول هغه نوټونه چې رنګ یاهم خط پرې شوی وي وخت يي مامېږي.
مرکزي بانک وايي که څه هم د نامناسبو بانک نوټونو لویه برخه يي راټوله کړې، خو د بیا وېشلو بهیر به يي تمدید نه شي.
دوی وایي، هغه څوک چې دغه زاړه او نامناسب بانک نوټونه لري باید تر ۹ ورځو پورې يې بانکونو او یاهم صرافیو ته ورکړي.
د مرکزي بانک ویاند، ایمل هاشورڅرګندوي:«له بدهمرغه چې د زړو بانکنټونو بدلولو لپاره نېټه د زمري میاشتې تر پایه خلاصېږي او وروسته له هغې مرکزي بانک دا بانکنوټونه نه بدلوي.»
دغه راز، د پلازمینې یوشمیر صرفان وايي، چې اوس مهال نیمه چښلته او نامناسبه بانک نوټونو خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.
په همدې حال کې د نامناسب او زاړو بانک نوټونو د هیواد په بازارونو کې ستونزې رامنځته کړې دي.
د کابل په درېیمې کارتې کې صراف، محمد څرګندوي:«ویل کېږي چې ستونزې زیاتې دي، اوس موږ هم بانکنوټونه نه اخلو او بانک یې هم نه اخلي، خلک سرګردانه دي.»
عبدالحق نومی یو پلورنکی دی چې د زړو او نامناسبو بانک نوټونو تر پوزې راغلی.
د کابل یو تن هټیوال، عبدالودود وايي چې، ده ته مشتریان اکثره زاړه بانک نوټونه ورکوي خو نوموړی بیا د توکو په رانیوولو کې سره ستونزو سره مخ کیږي.
دی وړاندې وايي:«که موږ زاړه، خط شوي پیسې وانخلو نو کار مو نه کېږي، نه پوهېږو څه وکړو، د دې ترڅنګ چې حکومت باید دا ستونزه هواره کړي، خلک هم باید چې دا مو ملي هویت دی، ښه یې وساتي.»
هغه بانک نوټونه چې پرې لیکنه، رنګ، سوري یاهم غوړ شوي وي نامناسبو بانک نوټونه شمیرل کیږي.