په ننګرهار کې ځينې سوداګر ګواښ کوي کهچېرې د هغوی امنیت ته پام ونهشي؛ نو سوداګر به د دغه ولایت پرېښودو ته اړ شي.
حاجي توحید یو له هغو سوداګرو دی چې د چین په ګډون په بېلابېلو هېوادونو سوداګري کوي، هغه وایي، چې درې ورځې وړاندې یې په جلال اباد ښار کې مخو پټو وسله والو له موټر څخه د ټوپکو په زور څلور نیم مېیلونه افغانۍ یوړې؛ خو امنیتي ادارو لا تر اوسه یاد کسان نه دي نیولي.
هغه په دې اړه وویل:«پنځه، شپږ کسه وو او مخونه یې پټ وو، او وسلې ور سره وې، له ما سره یوازې یوه تومانچه وه، خو له هغه سره هېڅ کار نه کېده. او موږ اړ شو چې پیسې هغوی ته ورکړو. دا سوداګرو ته یوه ستره اندېښنه ده.»
په تېره یوه میاشت کې له سوداګرو د غلاوو دا درېیمه پېښه ښودل کېږي او ګواښ کېږي کهچېرې حکومت د سوداګرو امنیت ټینګ نه کړي، نو له ننګرهاره به کډې وکړي.
سوداګر ډاکټر مخلص په دې اړه څرګنده کړه:«دغه وضعیت زموږ او د خلکو پر روحیې ډېره اغېزه کړې ده.»
له دې ټولو سره امنیتي چارواکي د یادې پېښې د جدي څېړلو او سوداګرو ته د ډاډمن امنیت برابرولو ژمنه کوي.
د ننګرهار ګمرک مسوولین بیا اندېښنه لري که دا ډول امنیتي ستونزې هوارې نهشي، نو پر سوداګرۍ به منفي اغېزې وکړي.
د ننګرهار د امنه قومدانۍ د امنیت امر جمیل توتندرايي په دې اړه څرګنده کړه:«نېږدې وه چې د پېښې عاملین ونیسو خو تېروتنه و شوه او غله وتښتېدل.»
که څه هم په بېلابېلو وختونو کې امنیتي چارواکو د انسان تښتوونکو او وسله والو غلو مختلفې دلې نیولي ، خو دا ستونزې لا هم جلال اباد ښار کې شته.