د سوداګرۍ او صنایعو وزارت یکشنبې( د کب۲۹مه)د هېواد په بازارون کې د مصرفوونکو ملاتړ قانون له عملي کیدو خبر ورکړ.
د دې وزارت چارواکي وايي چې د قانون له پلې کېدو سره به د توکو د کیفت ترڅنګ د سوداګرو د غیر قانوني کړنو مخه هم ونیول شي او د هېواد په بازارونو کې به د سالمې سیالۍ لامل شي.
دا قانون په ۴ څپرکو او ۴۸ مادو کې جوړ شوی دی.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې تر راتلونکو اووه ورځو به د دې قانون د عملي کیدو د کمیسیون په جوړیدو عملي شي.
په همدې حال کې د حقوقي چارو یوشمېر کارپوهان که څه هم چې د دې قانون جوړیدل مهم بولي، خو په دولتي ادارو کې د فساد شتون او د هېواد د پرانیستو پولو ستونزو ته په پام سره وايي چې د دې قانون پر عملي کیدو ډاډه نه دي.
د حقوقپوهانو ټولنې رئيس، یونس مغول څرګندوي:«اوسمهال د هېواد په بازارونو کې کم کیفیته توکي شته او څوک نشته چې د مصرفوونکو ملاتړ وکړي، له همدې امله ستونزې ډېرې دي.»
اخوا د مستهلکینو له حقونو د ملاتړ او پراختیا رئیس، ولي رحیمي که څه هم چې مني د هېواد ډیر شمېر وارداتي توکي کم کیفیته دي، خو د قوانینو په سمه توګه نه عملي کیدل او د بازار اقتصاد د نظام په سر د څارنې نشتوالي ډېرې ستونزې رامنځته کړي دي.
ښاغلی رحیمي څرګندوي:«د بازار اقتصاد نظام په افغانستان کې په بېړه پلی شو، په داسې حال کې چې تر اوسه په دې اړه پوهاوی نه دی ورکړی شوی او موږ هیله لرو چې د دې قانون له عملي کېدو سره ستونزې هوارې شي.»
له مستهلکینو د ملاتړ قانون د بازار اقتصاد په نظام کې یو مهم قانون بلل کېږي، خو په افغانستان کې له ۱۶ کلونو وروسته دا قانون عملي کیږي.