Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسي جرګې د ۱۳۹۷ مالي کال بودیجه تصویب کړه

ولسي جرګې نن چهارشنبې (د مرغومې په ۲۷ مه) د ۱۳۹۷ مالي کال بودیجه، له اکثریتو رایو سره تصویب کړه چې عادي بودیجه ۲۶۶ مېلیارده او پراختیايي بودیجه ۱۱۰ مېلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې د بودیجې طرح د نه انډول، د هغو پروژو د حذف له امله چې له څو کلونو راهیسې بشپړ شوې نه وې، رد شوې وه. خو په دغې بودیجه کې د تعدیلاتو له راوستو وروسته نن تصویب شوه.

کابو یوه میاشت وړاندې، د ولسي جرګې غړو په یوې رای ګیرۍ کې، د راتلونکي مالي کال بودیجه رد کړې وه.

د ولسي جرګې استازو ویلي وو چې د بودیجې طرحه د پېچلتیا، د سږ کال په پرتله د راتلوونکي کال په بودیجه کې کموالی او همدارنګه د ۱۳۹۷ کال  بودیجې له طرحې د ۱۳۹۶ کال پروژو حذف له امله رد شوې ده.

شریک یي کړئ