Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بغلان کې بهرنیو غالیو د افغانیو غالیو بازار تت کړی

په بغلان ولایت کې د غالیو پلورونکي  وايي چې د بهرنیو هېوادونو غالۍ له دې سره چې کیفیت یې ټیټ دی، خو د افغاني غالیو په پرتله په بازارونو کې ډېر لیدل کېږي.

هغوی ټینګار کوي چې دغه بهیر د افغاني غالیو بازار خراب کړی دی.

په بغلان کې د غالیو یو تن پلورونکی حفیظ وویل:«له دې چې ایرانۍ، ترکۍ غالیو بیې ټیټې دي، خلک له دغو غالیو څخه استفاده کوي او زموږ خپلو غالیو ته یې زیان رسولی دی.»

په همدې حال کې د دغه ولایت کې غالۍ اوبدونکي هم وايي چې افغانۍ غالۍ، د بهرنیو غالیو په پرتله ښه کیفیت لري او حکومت باید د افغاني لاسي اوبدل شویو غالیو ته بازار مونده وکړي.

یوه غالۍ اوبدونکې خالده په دې اړه وايي:«هغه غالۍ چې موږ یې اوبو ښې دي، خو باید بازار ولري چې خلک هغه واخلي او دا چې زموږ اوبدل شوې غالۍ په ښه بیه وپلورل شي له موږ سره مرسته کوي.»

له دې ټولو سره د بغلان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست چارواکي وايي که‎چېرې په بغلان کې د غالۍ اوبدلو پر صنعت پانګونه وشي، دغه صنعت به په بغلان کې له دې ډېره وده وکړي.

د بغلان د کار او ټولنیزو چارو ریاست د مهارتونو د روزنې او انکشاف مرکز مسوول فهیم په دې اړه څرګنده کړه:«له دولت څخه زما غوښتنه دا ده چې دولت باید د غالیو د پلور زمینه برابره کړي په ځانګړې توګه په بغلان کې.»

په بغلان کې غالۍ اوبدونکي وايي چې په بغلان کې د غالیو د پروسس هېڅ کارخونه شتون نه‎لري او هغوی په بغلان کې اوبدل شوې غالۍ په کمه بیه پلوري.  

په دغه ولایت کې غالۍ اوبدونکي هم وايي چې افغانۍ غالۍ، د بهرنیو غالیو په پرتله ښه کیفیت لري او حکومت باید د افغاني لاسي اوبدل شویو غالیو ته بازار مونده وکړي.

شریک یي کړئ