Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په بلخ کې د ټرانسپورټ عواید ۱۲ سلنه زیات شوي

د ټرانسپورت وزارت وايي چې د کال په درېیمې ربع کې د دغې ادارې عواید ۱۲ سلنه زیات شوي دي.

د ټرانسپورټ وزارت ویاند حکمت الله قوانچ وايي چې په دغه وزارت کې اصلاحات او له اداري فساد سره مبارزه په جدي توګه روانه ده او همدا چاره په ولایتونو کې د دویمو واحدونو د عوایدو د زیاتوالي لامل شوی دی.

هغه په دې اړه وویل:«د مالیې وزارت له خوا ورکړل شوی پلان، ۱۷ مېلیونه او ۷۴۹ زره افغانۍ وه خو دغه د بلخ د ټرانسپورټ ریاست څه باندې ۲۰ مېلیونه افغانۍ عواید لرلي دي چې دا شمېر ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي.»

د ټرانسپورټ وزارت ویاند چې د بلخ د ټرانسپورت ریاست له کړنې د رپوټ چمتووالي لپاره مزارشریف ته تللی، زیاتوي چې ټاکل شوې ده ډېر ژر په بلخ کې ۶ مسافر وړونکي او ۲ باربري ټرمینالونه جوړ شي.د هغه په وینا، دغه ټرمینالونه د دغه ښار په بېلابېلو برخو او د ۱۶ مېلیونه ډالرو په لګښت سره جوړ شي.

له دې ټولو سره، د بلخ ولایت د ټرانسپورټ ریاست چارواکي هم د دغو ټرمینالونو پر جوړېدو ټینګار کوي او وايي چې اوس یوازې یو شخصي مسافر وړونکی ټرمینال شته چې په دغه ولایت کې د اړتیاو ځواب یوونکی نه دی.

د بلخ ولایت د ترانسپورټ ریاست سرپرسټ مرتضي زیوري زیاتوي:«موږ پنځو مسافر وړونکو ټرمینالونو ته اړتیا لرو چې زموږ له ګاونډیو ولایتونو سره دوی د شرکتونو او ټرانسپورټي ټولنو له لارې د یوه سالم ټرانسپورټي نظم ته اړتیا لیدل کېږي.»  

له دې تولو سره، د مزارشریف ځینې اوسېدونکي، د مسافر وړونکو ټرمینالونو له کموالي شکایت لري او د ټرانسپورټ وزارت له دغه اقدام څخه هرکلی کوي.

شریک یي کړئ