Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هېواد کې د موبل او فرنیچر جوړونې تود بازار

په کابل کې ځينې کارخونې لرونکي وايي چې په افغانستان کې د موبل او برنیچر جوړونې  صنعت پراختیا موندلې او همدارنګه دغه صنعت، له ښه بازار څخه برخمن دی.

د شمېرو له مخکې دم‎ګړۍ په هېواد کې دموبل او فرنیچر جوړونې ۴ سترې او ۱۲ کوچنۍ کارخونې فعالیت کوي.

د کارخونې څېښتن که‎څه هم د کورني موبل او فرنیچر له مناسب بازار څخه خوښ دي، خو وايي چې په دولتي تړونونو کې د ډېر فساد له امله غیر مسلکي کسانو ته ورکول کېږي او دا کار د هغوی کار ته جدي ضربه رسوي.

یو کارخونه‎ لرونکی عبدالرحمان په دې اړه وویل:«مو له دې شکایت لرو چې هلته واسطه لري، پېژندوی لري؛ زه د فرنچیر جوړونې یو شرکت لرم، په فرنیچر جوړونې کې بشپړه تجربه لرم، هلته چې ځم، زموږ وړاندیز اول او یا هم دویم کېږي، تړون موږ ته نه راکول کېږي، یوه داسې لوجستکي شرکت ته ورکول کېږي چې هېڅ تجربه نه‎لري. او یو کم کیفیته جنس وړي.»

په افغانستان کې د وزګارتیا ننګونه د څو کلونو په تیریدو سره بیا هم نه ده هواره شوې او د هرې ورځې په تیریدو سره د وزګارو کسانو شمیر زیاتیږي.

د موبل او فرنیچر د کارخونو له زیاتېدو سره، د کورني تولیداتو د ودې ترڅنګ سلګونو تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

مرتضا، شپږ کاله کېږي چې د موبل او فرنیچر جوړونې په یوې کارخونې کې کار کوي او له خپل کار څخه خوښ دی. هغه له پانګوالو څخه غواړي چې دننه په هېواد کې د کار د زمینې د برابرولو سره پانګوه وکړي.

هغه وايي:«له خپل کار څخه راضي یم. له پانګوالو غواړم چې د ننه په هېواد کې پانګونه وکړي ترڅو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي، ترڅو ځوانان بهر ته ولاړ نه شي.»

بل کارګر رفیع په دې اړه زیاته کړه:«کولای شو چې کوچ، مېز، څوکۍ؛ هر څه جوړ کړو.هغه توکي چې له بهر څخه وارېدېږي، اوس کولای شو چې په خپله یې تولید کړو.»

له بلخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې په پوره توګه د برېښنا نشتون،د مناسبو ځایونو نشتوالی، پر خامو توکو د تعرفو لوړوالی او د حکومت نه ملاتړ، د کارخونو لرونکو په وړاندې اصلي ننګونې دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام پسرلی وايي:«که‎چېرې دولتي بنسټونه له کورنیو تولیداتو په ځانګړې توګه له موبل څخه استفاده وکړي، خلک نور هم هڅول کېږي چې د موبل او فرنیچر جوړونې په برخه کې پانګونه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي، افغانستان د کال د ۳۰۰ مېلیونو ډالرو په ارزښت موبل او فرنیچر له بهرنیو هېوادونو څخه واردوي.

شریک یي کړئ