Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هېواد کې د پانګونې د کموالي په اړه نهیلي

د سوداګرۍ اوصنایعو خونې وروستۍ اروزنې ښه يي چې په هېواد کې نا امني، اداري فساد او د سوداګرو لپاره په بېلابېلو برخو کې د اسانتیاوو د نشتون له امله  کاراو بار نه دی ښه شوی.

 دوی وايي، چې په وروستیو درېیو میاشتو کې په سوداګریزو، صنایعو او د ودانیزو چارو په برخو کې د کار کوونکو ګمارنه مخ په کېدو ده.

د دوی د مالوماتوله مخې په بازار کې د غوښتنو د کموالي له امله ډېرو شرکتونو خپل کار کوونکي ځواب کړي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي رییس عتیق الله نصرت وايي:«په تېرو دوه کلونو کې حکومت کارخونه‎لرونکو ته یو مټر ځمکه هم نه ده وېشلې او د کانونو په وزارت کې د نېمګرتیاو له امله، اوس څه باندې ۱۰۰ کارخونې چې د مرمرو ډبرو د پروسس په برخه کې کار کوي له ځوړ سره مخ دي.»

بل خوا د سوداګرۍ اوصنایعو خونې مسوولین وايي، د زیربنا او برېښنا نشتوالی د کاراو بار په وړاندې تر ټولو لویه ستونزه شمېرل کېږي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي څرګنده کړه:«ستونزې زیاتې دي، له همدې امله د تېرې ربع شمېرې تراوسه ډېر بدلونونه نه ښيي.فساد شته او د سوداګرۍ د جواز په برخه کې د اسانتیاوو سربېره اوس هم ستونزې له حده زیاتې دي.»

په همدې حال کې د کارخونو یو شمېر خاوندان هم یادې ستونزې مني او زیاتوي، د برېښنا نشتون په دې برخه کې ټر ټولو لویه ستونزه ده.

د څرخي پله د صنعتي پارکونو کارکوونکی محمد ظاهر په دې اړه وویل:«د کارخونې برېښنا د بدلون په حال کې ده او موږ د دې له وېرې چې ماشینونه مو ونه سوځي نه شو کولای له دغې برېښنا ګټه واخلو.»

بلخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسولین وايي، د ترانزیټ په برخه کې د سیمې له هېوادونو سره دوه او څو اړخیزې هوکړو نشتون له امله هېواد کې  یو شمېر سوداګریزې چارې له ستونزو سره مخ شي.

دوی وايي، اوس مهال د نړۍ له ټرانزیټي لارې سره د افغانستان نښلېدو سره، بیاهم  افغانستان له دغه ټرانزیټي لارې  ګټه نه شي اخیستلای.

له بلخوا د دغي خوني چارواکي وايي چې د هغوی د روان زیږدیز کال په درېیو وروستیو میاشتو کې د هغوی د څېړونو پر بنسټ کرنه یوازینۍ برخه ده چې مثبته وده یې کړې ده.

شریک یي کړئ