Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هېواد کې د کار او بار په اړه د پانګه‎والو ناخوښي

د سوداګرۍ او صنایعو خونې په هېواد کې د کار او بار د وضعې په اړه د درېیمې څېړنې پایله خپره کړه او دغه څېړنه په نهو وروستیو میاشتو کې د کار او بار حالت ښيي .

د دغې څېړنې موندنې ښيي چې پانګه‎وال په هېواد کې د کار او بار د وضعې په اړه ناخوښ دي او همدارنګه د منځنیو او کوچنیو شرکتونو څرنګوالی هم د اندېښنې وړ ښودل شوی.

د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي د هغو ستونزو له امله چې د پانګه‎والو په وړاندې دي د هرې ورځې په تېرېدو سره په هېواد کې د کار او بار په اړه د خصوصي څانګې اعتماد کمېږي.

 په دې  څېړنه کې چې په پنځو ولایتونو کې د تولید،خدمتونو، ودانیزو چارو ،سوداګرۍ  او کرنې د برخو د۴۰۰ شرکتونو له خاوندانو سره خبرې شوي دي.

 د دې څېړنې موندنې ښيي چې د کابل، کندهار او بلخ په ولایتونو کې د کار او بار وضعیت خراب شوی خو په ننګرهار او هرات ولایتونو کې د کار او بار وضعیت ښه ښودل شوی دی.

د سوداګرۍ او صنایع خونې د عامل پلاوي رییس عتیق الله نصرت وویل:«منځني او کوچني شرکتونه چې زیانمنونکي دي او له اندک مثبت او منفي بدلون څخه اغېزمن کېږي او منځني او کوچني شرکتونه ۲۳ سلنه د کار او بار په اړه رضایت لري او هر فعالیت چې رامنځته شوی د هغوی فعالیتونه اغېزمن شوي دي.»

د بیخ بنسټونو نشتوالی، د اداري فساد شتون،مالي سرچینو ته نه لاسرسی، د ځمکې کموالی، د پوره برېښنا نشتوالی او په سوداګریزو قوانینو کې پېچلتیا د کار او بار او پانګه‎والو پر وړاندې ستونزې بلل کېږي .

د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال خانجان الکوزی:«فساد د افغانستان کې د اقتصاد د ودې لپاره یوه خطرناکه ښکارنده ده چې په خپل ځای پاتې ده نه دا چې ورکه شوې نه ده بلکې زیاته شوې هم ده او د نورو قوانینو اساسي ستونزې هم زیاتې دي چې هره ورځ وضعه کېږي.»

اخوا د سوداګرۍ او صنایعو وزیر وايي چې  دغه بنسټ په هېواد کې د سوداګریزو ستونزو د هواري لپاره  تېر کال ۲۷سوداګریز قوانین تعدیل کړي او سږکال هم په ۱۷ قوانینو کې بدلون راولي او دغه راز به سږکال د هېواد صادرات او واردات له نړیوالو سټنډرډونو سره برابر کړای شي.

د سوداګرۍ وزیر همایون رسا وویل:«سږ کال د کال تر پایه زموږ ژمنه دا ده چې په افغانستان کې ټول مسایل سټنډرډ جوړونه وروستۍ کړو او د راتلوونکي کال له پيله صادارت او واردات په ټولو سیستمونو سره سټنډرډ ته برابر شي.»

د کار او بار د وضعیت د درېیمې څېړنې له مخې د تولید‎،خدمتونو او سوداګرۍ برخې له جدي ستونزو سره مخامخ دي او د هرې ورځې په تېرېدو سره په دغو برخو کې د کارکوونکو ګمارل هم کمېږي، خو د ودانیزو چارو او کرنې په برخو کې د کارکوونکو د جذب وضعیت ښه ښودل  شوی دی .

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه