Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په پلازمېنه کې د واټ جوړولو پروژو د کار له نیمګړتیا نیوکې

د هوا له سړېدو او د ژمي رارسېدو سره د کابل ښاروالۍ د څو مهمو پروژو کارونه لا هم روان دي او پای ته نه دي رسېدلي.

د کابل اوسېدونکي پر دې کار نیوکه کوي او وایي چې د نیمګړو کارونو له کبله د خلکو ستونزې لا زیاتېږي.

له دې سره د کابل ښاروالۍ وایي د تدارکاتو برخې د غځېدو له امله، پروژې په ځنډ سره پیل شوې دي.

ځینې واټونه د پولیسو د ښارګوټي، د تهیه مسکن واټ چې د سرای شمالي او درېیم پروان څلور لارې له هغو پروژو دي چې د هغو کارونه ناوخته پيل شوي او دغه کار د هېوادوالو نیوکې زیاتې کړي دي.

د پلاژمېنې اوسېدونکي وايي چې د دغو واټونو د کار نیمګړي پاتې کېدو په ځانګړې توګه د ژمي په فصل کې، ډېرې ستونزې رامنځته کړي.

د پلازمېنې اوسېدونکي رحمت الله احمدي:«تاسې وینئ چې خاورې او دوړې دي او د تشنابو اوبه سړک ته راځي او دغه خاورې او دوړې له میکروبو ډکې دي.»

د کابل بل اوسېدونکي مرتضي هم څرګنده کړه:«هغه کسان چې ستونزې لري له دې ځایه سرای شمالي ته نه شي رسېدلی. که‎چېرې دوی وغواړي کار وکړي په یوې اوونۍ کې خلاصېږي، خو کار نه کوي.»

اوس پوښتنه دا ده چې ولې هغه پروژې چې یو کلنې دي نیمګړې پاتې کېږي او ولې یې د رغولو چارې ژر نه پیلېږي؟

د کابل د ښاروالۍ ویاند عبدالجلیل سلطاني په دې اړه وویل:«تر هغه چې د تدارکاتو پروسه د قانون په سمون کې بشپړه نه شي، موږ د کار اجازه نه لرو.»

دا لومړی ځل دی چې یوه دولتي اداره د تدارکاتي بهیر اوږدوالی د پروژو په عملي کولو کې د ستونزو لامل بولي خو د تدارکاتو ادارې هم ویلي هغه اسناد چې د دې ادارې له لوري ملي تداکاتو ادارې ته لېږل کېږي د دغه بنسټ د څيېړنو د ځنډېدو لامل کېږي.

شریک یي کړئ