رپوټونه رسوي چې د سترو لوېدیځو هېوادونو څخه یوازې یو مشر د ورېښمو لارې په اړه د چین حکومت په مهمې غونډه کې به ګډون وکړي.
دغه غونډه د چین لپاره یوه ډېره مهمه ډیپلماټیکه غونډه بلل شوې ده چې ټاکل شوې ده په راتلونکې میاشت کې د چین ولسمشر جین پینګ په کوربه توب د ورېښمو لار د سټراتېژیکې غونډې تر نامه لاندې جوړه شي.
د چین د بهرنیو چارو په وزارت کې چارواکي وايي چې ډېری ستر لوېدیځ هېوادونو په دغې غونډه کې له ګډون څخه ډډه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د چین ولسمشر د ورېښمو لارې د جوړېدو نوښت چې اسیا له افریقا او اروپا سره نښل وي؛د اوسپنۍ پټلۍ،بندرونو او د برېښنا د لېږد شبکو له پروژو سره د مېلیارد ډالري پانګونې د پروګرام د بدلون لپاره یو ټکی دی.
رویټرز په یوه رپوټ کې چې د سېشنبې په ورځ خپور شوی ویلي چې چین د دغه نوښت لپاره ۴۰ مېلیارده ډالره ځانګړې کړي دي.
د رویټرز رپوټ ته په پام سره،په چین کې ډیپلماټیکې سرچینې وايي د چین حکومت تمهلرله چې د انګلستان لومړۍ وزیره تریسامي،په دغې غونډه کې ګډون کوي،خو په هغه نوملړ کې چې د چین د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپور شوی،د «جي ۷»ډلې هېوادونو څخه یوازې د یوه مشر له نامه څخه یادونه شوې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي،په یوې خبري غونډه کې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین حضور او همدارنګه د فلېپین د ولسمشر حضور تأیید او وې ویل چې په دغې غونډه کې د اسپانیا،هنګري،پولنډ، صربستان،سویس او چک په ګډون د ۲۸ هېوادونو مشران ګډون کوي.
هغه وویل:«دا یو مثبت تړون دی او موږ نه غواړو چې هغه سیاسي کړو.»
هغه زیاته کړه:«دا د اقتصادي همکارۍ لپاره یوه ډله او یا په بل عبارت د نړیوالو همکاریو یوه زمینه ده چې ټولو هغې ته پاملرنه کړې ده،له هغه څخه یې ملاتړ کړی او په هغه کې ګډون کوي.»