Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د کورنیو تولیدي شرکتونو د محصولاتو نندارتون

د کورنیو تولیداتو په نندارتون کې ځينې ګډونوال وايي چې دغه نندارتون د درې ورځو په اوږدو کې توانېدلی د خپلو تولیداتو د ښه پلور ترڅنګ، له ځینو شرکتونو سره تړونونه هم وتړي.

دغه نندارتون د کابل په بادام باغ کې د درې ورځو لپاره جوړ شوی وه.

په دغه نندارتون کې څه باندې ۱۰۰ کورني تولیدي شرکتونو، خپل تولیدات نندارې ته اېښي وو.

د نندارتون برخه وال له حکومت نه غواړي چې د کورنیو تولیداتو لپاره عملي او پراختیایي پروګرامونه برابر کړي.

د یو شمېر شرکتونو مسوولین چې په دغه نندارتون کې يې خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي وو وايي، دغه نندارتون د محصولاتو په پېژندنه کې رغنده رول درلود او اوس‎مهال ډېری هېوادوال هڅي کوي چې له کورینو محصولاتو ګټه واخلي.

د یو  شمېر شرکتونو مسوولین نا امني د پانګې پروړاندې لویه ستونزه بولي او په دې برخه کې پر جدي اقدام ټينګار کوي.

په وروستیو کلونو کې کورنیو محصولاتو د پام وړ وده درلوده او دغه کورني توکي په لوړ کیفیت جوړېږي چې ډېری هیواد وال يي ځان ته جذب کړي دي.

دغه راز، یو شمېر سوداګر له حکومته غواړي کورنیو تولیداتو لپاره ښه زمینه برابره کړي ځکه دا کار د هېواد د اقتصادي ودې لامل کېږي.

دغه نندارتون د کابل په بادام باغ کې د درې ورځو لپاره جوړ شوی وه. او څه باندې ۱۰۰ کورني تولیدي شرکتونو، خپل تولیدات نندارې ته اېښي وو.

شریک یي کړئ