Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کندز کې د غالیو د اوبدلو صنعت له ځوړ سره مخ دی

په کندز کې د غالۍ اوبدنې ټولنې مسوولین وایي د کورني غالیو د بازار نشتوالی د دې لامل شوی چې په دغه ولایت کې د غالۍ اوبدلو کارخوني په ټپه ودرېږي.

په ورته وخت کې د کندز چارواکي وایي د غالۍ صنعت پیاوړتیا لپاره هڅه کوي چې له هېواده بهر ته د صادارتو اسانتیا برابره کړي.

د کندز د غالیو د اوبدنې د ټولنې مشر عبدالله کلانتري وايي:«په کندز ولایت کې د غالیو اوبدل د نورو صنعتونو په څېر له بده مرغه خپل زیانونه لري او په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د غالیو اوبدونکو لپاره هغه پروګرام چې په پام کې یې لرو، وړاندیز مو کړی چې د غالیو اوبدلو یو ښارګوټۍ جوړ شي او همدارنګه یو تخنیکي انسټېټیوټ جوړ شي ترڅو له تخنیکي پلوه غالیو اوبدونکو ته مشورې ورکړل شي.»

د کندز د ښځو چارو رییسه نصیبه هولکري په دې اړه وویل:«د کندز مېرمنې د هغو نور لاسي صنایعو سربېره چې ورسره بلدتیا لري. د غالیو اوبدل یې تر ټولو غوره صنعت دي. خو له بده مرغه د ولسوالیو په کلیوالو او لیرې پرتو سیمو ته که‎چېرې موږ پاملرنه وکړو تراوسه د هغوی په واک کې ځانګړي امکانات نه دي ورکړل شوي چې نور د روزنې له پړاو نه بهر او د پانګونې پړاو ته ننوځي.»

د غالیو له صنعت څخه د لازم ملاتړ نشتوالی، دننه په هېواد کې د غالیو د اومه توکو نشتوالی، د غالیو د معیاري ماشینونو نشتوالی او همدارنګه د غالیو د منځلیو او بسته بندۍ د امکاناتو نشتوالی له هغو لاملونو څخه دي چې په هېواد کې د غالیو بیه یې لوړه کړې ده.

په ورته وخت کې، د کندز سیمه‎ييز چارواکي د دغه ولایت د غالیو صادراتو ته د زمینې پر برابرولو ټینګار کوي.

د کندز د والي ویاند نعمت الله تیموري په دې اړه څرګنده کړه:«موږ ژمن یوو د ولایت چارواکي ژمن دي او ژموږ ژمنې دا دي چې د ابدان په دښته کې د غالیو اوبدونکو او سوداګرو ته یو صنعتي ښارګوټۍ جوړ کړو چې ولسمشر هم د دغه ښارګوټي د جوړېدو فرمان ورکړی دی.»

اوس‎مهال د ایراني او ترکمنستاني غالیو سربېره بلجیکي او ترکي غالیو هم د هېواد بازارونو ته واردېږي او ویل کېږي چې دغه غالۍ د لوړې بیې سربېره د ښایسته او زړه راښکونکو رنګونو او طرحو په علت په بازارونو کې ډېرې پېرل کېږي.  

شریک یي کړئ