د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، پاکستان وړاندیز کړی چې د سوداګریزې او ټرانیزیټي هوکړې د څار په موخه دې، د دواړو هېوادونو ګډه غونډه جوړه شي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي په دې اړه وویل:«دمګړۍ زموږ لپاره د اپتیکا غونډې له ترسره کېدو څخه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټي هوکړې د پلي کولولپاره تخنیکي غونډه ده،وړاندیز شوی او موږ د دغې غونډې د ترسره کېدو لپاره د مشورې په حال کې یوو.»
خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولین وايي، د آپتیکا په غونډه کې به د افغانستان او پاکستان په سوداګریزو او ترانزیټي ستونزو خبرې وکړي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی په دې اړه وايي:«موږ له پاکستان سره ډېرې ستونزې لرو چې باید حل شي د بېلګې په توګه پاکستان له موږ څخه د دغه هېواد په خاوره کې د مالونو د نه تشولو لپاره بانکي تضمین اخلي چې له هر کانټینر څخه ۶ زره ډالره اخلي او د بېرته ورکړې په وخت کې د دغو پیسو ۲۵ سلنه بېرته نه ورکوي.»
د آپتیکا وروستۍ غونډه دوه کاله مخکې ترسره شوې او پاکستان د افغانستان، پاکستان په ترانیزيټي هوکړه کې دې، تاجیکستان د شاملېدو غوښتنه وکړه.
دغه راز، بیا افغانستان په دې هوکړه کې د هند د شاملېدو وړاندیز کړی چې پاکستان د افغانستان دغه غوښتنه رد کړې ده.
اوس مالومه نه ده چې د آپتیکا په شپږمه غونډه کې به په دې اړه څه ډول پرېکړه وشي.