Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کاسا زر ټرانزيټي پروژه؛ د سترو سیمه‎ییزو پروژو لپاره یوه موکه

د کاسا زر پروژې عملي کېدل، په هېواد کې د سترو سیمه‎ییزو پروژو د پلي کولو لپاره یوه موکه او فرصت ګڼل کېږي.

د برېښنا شرکت وايي چې دغه پروژه له ګاونډیو او سیمه‎ییزو هېوادونو سره د افغانستان د ټرانزيټي اړیکو، له کمې بیې سره د برېښنا په پېر او د هېوادونو د سیاسي اړیکو پر پراخیتا به اغېزه وکړي.

د برېښنا شرکت مشر امان الله غالب وايي:«کاسا زر د دې سربېره چې ټرانزیټ کوي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه ګټه هم لري. هم د برېښنا بیه ټیټېږي او هم کولای شو ډېره برېښنا وپېرو او د افغانستان پر امنیت هم اغېزنه کوي.»

د دغې پروژې له پلي کولو سره، یو زره او ۳۰۰ میګاواټه برېښنا له قزغیزستان او تاجیکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کېږي او له ډلې ۳۰۰ میګاواټه برېښنا یې په افغانستان کې لګول کېږي او ۱۰۰۰ میګاواټه به یې پاکستان ته ټرانزيټ شي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالواسع حیدري وايي:«د پروژو د مخ بیولو لپاره دې مسلکي او ژمن کسان وګماري، ترڅو د پروژو کارونه په سمه توګه په مخ ولاړ شي.»

په کال کې د افغانستان لپاره د ۵۰ مېلیونه ډالرو د ټرانزیټ د حق سربېره، په کاسا زر پروژه کې د شاملو هېوادونو د اقتصادي ګټو اوبدل، په اسیا کې د افغانستان د ترانزیټي دریځ ډاګیزه کېدل،په افغانستان کې د دغه مزي په اوږدو کې د ۴۰ مېلیونو ډالرو په ارزښت د بیخ‎بنسټیزو پروژو عملي کول  او د سیمي د اوسېدونکو لپاره د کاري زمینو برابرول په افغانستان کې د کاسا زر پروژې له نورو ګټو څخه دي.

شریک یي کړئ