د کرنې او اوبولګولو وزارت وايي چې د شاتو د تولیداتو د زیاتوالي لپاره ۱۷۰۰ د مچیو لرونکو ته فني روزنه ورکوي

دا وزارت د خپلې نوې برنامې سره سم د شاتو د زیاتوالي لپاره هر مچیو لرونکي د مچیو د ساتنې لپاره دوه صندوقونه هم دوی ته ورکوي چې د مچیو خاوندان به وکولای شي د هر صندوق څخه تر ۵۰ کیلو شاتو پورې تر لاسه کړي.

د کرنې وزارت د برنامو د همغږي او پلي کیدو رییس اسد ضمیر وویل:« دغه مرکز کوم چې په دارالامان کې یې لرو د روزنې او د مچیو د ساتنې د تنظیم لپاره مو جوړ کړی ترڅو د افاتو په وړاندې ترې کار واخلو. »

همدارنګه د شاتو خرڅونکي د نورو هیوادونو په پرتله د افغانستان د شاتو کیفیت ښه بولي.

د شاتو یو خرڅونکي وویل:« زمونږ په هیواد کې جوړ شوي شات سل په سلو کې نګه او غوره دي. »

د کرنې وزارت تر دې دمه په ټول هیواد کې ۱۹۰۰ د مچیو لرونکي روزلي دي.

 

 

Nighty News Bulletin

رایه ورکړی

Will Taliban return to Afghanistan?