افغان ولسمشر اشرف غني له خپل ترکمنستاني سیال باقرن علي بېردي محمدوف سره په یوې ټلېفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په څرنګوالي بحث وکړ.
د ترکمنستان رسنیو رپوټونه خپاره کړي چې ولسمشر غني او بېردي محمدوف د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د غازو د لېږد پروژې پر عملي کېدو هم خبرې اترې وکړې.
د ټاپي پروژې کار د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر کې پیل او تمه کېږي چې تر ۲۰۱۹ زیږدیز کال پورې بشپړ شي،خو تراوسه د افغانستان په خاوره کې د هغه کارونه په مخ نه دي تللي.
د ټاپي پروژه چې د هغه پر بنسټ د ۱۷۰۰ کیلومټره اوږدوالي سره غاز له ترکمنستان څخه افغانستان،پاکستان او هند ته رسېږي،۷۳۵ کیلومټره یې د افغانستان په خاوره کې جوړېږي.
له بلخوا،بېردي محمدوف غني ته بلنه ورکړې چې له دغه هېواد څخه لیدنه وکړي.
ولسمشر غني هم د دغه هېواد د ولسمشریزو په ټاکنو کې د بېردي محمدوف د بریا مبارکې وکړه او د هغه د لازیاتو بریاو غوښتونکی شو.