پاکستاني رسنیو د دې هېواد د صنایعو مالکانو له قوله راپور ورکړی دی چې افغانستان ته یې د سمنټو په صادراتو کې ۴،۵ سلنه کمښت راغلی دی او د پاکستان د سمنټو کارخانو څښتنان له دې کمښت څخه اندېښنه لري.
پاکستانۍ «د نيشن» ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې افغانستان ته تېر کال د سمنټو صادراتو کچه ۰،۱۷۴ ټنه ته رسېده خو په روان کال کې دا اندازه ۰،۱۶۶ ټنو ته راښکته شوې ده.
افغانستان ته د پاکستان د سمنټو صادارتو کچې کمېدو لامل په نورو هېوادونو له ډلې له تاجکستان څخه د سمنټو واردات ښودل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستانیو اوړه هم د افغانستان په بازارونو کې خپل ځای له لاسه ورکړی دی، اوسمهال تر ډېره له قزاقستان څخه افغانستان ته اوړه واردیږي.
د افغانستان د مرکزي احصايې د شمېرو له مخط په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان د اوړو اړتیا ۴ میلیونه او ۷۵۴ زره ټنه وه چې ۵۵۴ ټنه یې واردېدل او نور یې له کورنیو تولیداتو پوره کېده.
د مالوماتو له مخې کابو ۱۱ کاله مخکې ۲۵۸ زره ټنه غنم او اوړه له پاکستان، ۱۶۶ زره ټنه له قزاقستان او پاتې نور یې د ازبکستان، ایران، عربي متحده اماراتو او ترکمنستان ته افغانستان ته راوارېدېدل.
ویل کېږي چې په ۱۳۹۵ کال کې د اوړو لپاره د افغانستان اړتیا ۹،۵ میلیونه ټنه وه چې کابو ۴،۱ میلیون ټنه یې وارداتو پوره کېدل او نور یې له کورنیو تولیداتو پوره کېدل.
په دې وروستیو کې د سند په ایالت کې د ځانمرګي برید څخه وروسته پر پوله پاکستان یو شمېر بندیزونه هم لګولي دي.
د پاکستان وروستیو اقداماتو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې اغېزمنې کړې او دې کار پاکستاني او افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اړولی دی.