Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بدخشان کې له لنډ‎مهاله زده‎کړو د ښځو او نجونو فارغېدل

بدخشان ولایت کې ۱۱۰ ښځې او نجونې د مسلکي لنډ‎مهاله زده‎کړووروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل، دې ښځو د خیاطي، اوبدلو او پخلي په برخه کې ۶ میاشتې زده‎کړې کړې دي.

همدې حال کې د بدخشان ولایت د ښځو چارو ریاست د ښځو لاسي‎صنایعو لپاره د بازارموندنې په هڅې کوي.

د مسلکي زده‎کړو مرکز مسوؤله، نادیه سادات څرګندوي:«دا دوهم ځل دی چې ښځو او نجونو ته تر روزنې وروسته فراغت سند ورکوو، په دې دور کې ۱۱۰ ښځې او نجونې وې او بل دور کې به دا شمېر ۲۷۰ تنه وي.»

په همدې حال کې له روزنې وروسته فارغې شوې نجونې او ښځې وايي چې وروسته له دې کولی شي پر خپلو پښو ودریزي او په ځان بسیا شي.

فارغه شوې نجلۍ وايي:«زه د پخلي له څانګې فارغه شوې یم او کولی شم هر ډول خواړه او خواږه پاخه کړم.»

همداراز بله فارغه شوې مېرمن زیاتوي:«مخکې له دې مې هېڅ کار زده نه وه او اوس کولی شم چې هرڅه وګنډم او که دولت زمینه برابره کړي نو نورو ولایتونو ته هم تلی شم چې خپل لاسي توکي سیالۍ ته وړاندې کړم.»

په همدې حال کې د بدخشان د ښځو چارو ریاست وايي چې د دې ولایت د ښځو لاسي جوړ شوي توکي په نړۍ او افغانستان کې ډېر شهرت لري که ورته بازارموندنه وشي نو مېرمنې کولی شي له دې لارې کورنی اقتصاد پیاوړی کړي.

د ښځو چارو رئیسه، ذفنون حسام ناطق وايي:«د نورو ولایتونو په پرتله د بدخشان ښځو ډېر پرمختګ کړی دی، خو د بازارنشتوالي ډېرې ستونزې رامخې ته کړې دي، که دولت بازارموندنه وکړي نو نور به د بدخشان ښځې ستونزې ونلري.»

د ښځو مسلکي زده‎کړو مرکز د کار او ټولنیزو چارو وزارت له‎خوا په هېواد کې فعالیت کوي چې په بدخشان ولایت کې تر اوسه له دې مرکز څخه کابو ۲۰۰ ښځې او نجونې فارغې شوې دي.

بدخشان کې د ښځو لاسي صنایع

په همدې حال کې د بدخشان ولایت د ښځو چارو ریاست د ښځو لاسي‎صنایعو لپاره د بازارموندنې هڅې کوي، دوی وايي چې که دولت ورته زمنیه برابره کړي، نور به د بدخشان ښځې ستونزې ونلري

شریک یي کړئ