Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان کارکوونکو سخت کار او د ورځې ۲۰۰افغانۍ عاید

د کابل په صنعتي پارکونو کې یو شمېر کارکوونکي وايي چې دوی په میاشت کې له ۵ زرو افغانیو لږې پیسې ترلاسه کوي او د ورځې کابو ۱۲ ساعته کار کوي.

دوی زیاتوي چې د کار د نشتوالي له امله په لږ معاش سخت کار کوي.

له بلې خوا د کار‎خونو څښتنان وايي چې د اقتصادي ستونزو ترڅنګ، د وزګارۍ ډیروالي له امله یو شمېر کارخونې په کمو حقوقو کارکوونکي نیسي.

عبدالرحمان هغه ځوان دی چې په وینایې له ۱۳ کسیزې کورنۍ سره په دې وروستیو کې له پاکستان څخه راستون شوی دی، اوس د پلچرخي په صنعتي پارک کې په یوې فابریکه کې هره میاشت د ۵۵۰۰ افغانیو په مزد د دورځې ۱۲ ساعته کار کوي.

هغه وايي چې اوسمهال د خپلوانو په یوه کور کې اوسیږي او په سختی سره پر خپل مهال د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.

دی وړاندې وايي:«زه په کورنۍ کې یوازېنی کس یم چې کار کوی، د کور د کرایې ورکړې توان مې نه درلود، خو یوه خپلوان مې راسره مرسته وکړه او کور کې یې ځای راکړ.»

په پلچرخي صنعتي ښارګوټي کې د اوسپنې ذوب کارخونې مسوؤل، شېرزاد یوسفزی څرګندوي:«یو شمېر کارخونې شته چې بیکاره کسانو ته په ستونزې سره کار ورکوي او له همدې امله یې په کمو حقوقو ګماري، اوس‎مهال هره اوونۍ موږ ته ۱۵ کسان راځي د کار لپاره خو موږ نشو کولی چې دوی وګمارو.»

د اوسپنو ذوب کارخونې یو کارکوونکی، ضیاءالله څرګندوي:«زه له ننګرهار څخه دلته د کار لپاره راغلم او اوس اړ یم چې په کموپیسو دلته د ورځې ۱۲ ساعته سخت کار وکړم او شپه او ورځ دلته یم.»

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د کارګرانو ټولنه په هېواد کې د کار د قانون په نه عملي کیدو په نیوکې سره وايي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ناغیړي کوي.

دوی وايي چې اوسمهال یوشمېر فابریکه لرونکي د کارګرانو له مجبورتیا ناوړه ګټه اخلي.
 
له بلې خوا د کار‎خونو څښتنان وايي چې د اقتصادي ستونزو ترڅنګ، د وزګارۍ ډیروالي له امله یو شمېر کارخونې په کمو حقوقو کارکوونکي نیسي

شریک یي کړئ