Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بازار او سړو خونو نشتوالي کرنیز توکي زیانمن کړي

د کرنیزو توکو لپاره د بازار نشتوالی د دې لامل کېږي چې په کال کې د دغو توکو ستره برخه د پلور تر پړاوه خوسا کېږي.

د پیازو یو شمېر صادرونکي وایي چې سږکال په ډیره کچه پیاز په زیرمتونونو کې خوسا شوي دي.

دوی په هېواد کې د معیاري سړو خونو له نشتوالي نیوکه کوي او وايي چې د دوی کرنیز توکي له همدې امله خوسا شوي دي.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت د شمېرو له مخې،سږکال په هېواد کې د پیازو ۱۴۲ زره ټنه حاصلات راغونډ کړي دي.

سوداګر همایون وايي:«چې دولت مرسته نه وي موږ نه شو کولای چې هم سوداګري وکړو او هم سړې خونې جوړې کړو.اړ یوو چې له داشان ستونزو سره مخ شو.تاسو وګورئ چې زموږ ټول شته له منځه تللي دي.»

که څه هم سږکال له هېواد څخه  بهر ته د پیازو د صادراتو په اړه کره شمېرې په لاس کې نشته ؛ خو   یو شمېر سوداګروايي چې سږکال په بهرنیو بازارونو کې د پیازو د بیو د ټیټوالي له امله له هېواد څخه بهر ته د پیازو صادرات لږ وو.

د تازه مېوې او سبزیو د صادرونکو ټولنې مشر نحابت حیدري وايي:«که‎چېرې حکومت سړې خونې جوړې کړي موږ څه اړتیا لرو چې له بهر څخه پياز وارد کړو؟همدا اوس په ډېریو برخو کې موږ  په ځان بسیا یوو خو پروګرام نشته.»

اخوا د کرنې او اوبو لګولو وزارت چارواکي وايي چې سږکال یې  په هېواد کې د پیازو  شپږ سوو څلور ۶۶۴ کوچنۍ او منځنۍ سړې خونې جوړې کړي دي.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند لطف الله راشد وویل:«ستونزې شته خو د کرنې او اوبو لګلو وزارت  نه‎شي کولای چې بازار موندنه وکړي،خو یوازې هڅه کوي چې په کرنیزه ځمکه کې له ګروندګرو سره کار وکړي او هغوی ته د کرنې او د حاصلاتو ښې زمینې برابرې کړي.»

شریک یي کړئ