په افغانستان کې یو شمېر سوداګر او د کارخونو څښتنان وايي چې د کورنیو تولیداتو ته د بازارموندنې نشتوالي له امله یو شمېر تولید شوي توکي د بهرنیو هېوادونو په نامه پلورل کېږي.
دوی وايي چې د سوداګریزې ځانګړې نښې او د بازار نشتوالي له امله کورني توکي د بهرنیو نښو سره په څو برابره لوړې بیې بازار ته وړاندې کېږي.
اوسمهال په هېواد کې پلاستیکي توکي، موبل او فرنیچر هغه توکي دي چې د بهرنیو هېوادونو په نامه پلورل کېږي.
د موبل او فرنیچر کارخونې څښتن، حکمت علي وايي:«موږ ګورو هغه توکي چې په هېواد کې تولید کېږي او بیا د ایراني، ترکي او عربي هېوادونو په نامه نښې پرې لګول کېږي او دا ښکاره کوي چې زموږ توکي هم ښه کیفیت لري، خو دا چې زموږ خلک تر دېره بهرني توکي خوښوي نو پلورونکي هم خپل توکې د خپلې ګټې لپاره د بهرنیو نښو لاندې خرڅوي.»
د سوداګرۍ برخې یو شمېر کارپوهان د هېواد کورنیو تولیداتو پر دودولو ټینګار کوي او وايي چې یو شمېر بهرني هېوادونه د افغانستان تولید شوي توکي په خپل نامه خرڅوي.
د مډرن میټوډ بازار موندنې شرکت مسوؤل، سمیر متین څرګندوي:«ستونزې ډېرې دي ځکه چې د کورنیو توکو لپاره بازار موندنه نه کېږي، ځکه توکي له بهرنیو نښانونو سره پلورل کېږي.»
له بلې خوا یو شمېر د صنایعو څښتنان پر دولت د بازار موندنې په برخه کې د هڅو پر نه کولو تورنوي او وايي چې په دې برخه کې یې هېڅ کار نه دی کړی.
د کارخونې څښتن، عبدالصمد زیاتوي:«د صنایعو څښتنانو پر مخ پرتې ستونزې لامل شوې دي چې ډېرې کارخونې له زوړې سره مخامخ شي، حکومت باید د کورنیو توکو ملاتړ وکړي.»
دا د کارخونو څښتنان وايي چې حکومت د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه اړینه کړنلاره نلري او دا لامل شوی تر څو خلک بهرني توکي راونیسي.