د منځنۍ اسیا هېوادونو په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي شاکر کارګر د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۱ مه) وویل چې افغانستان ته د ترکمنستان د صادراتي غازو لومړنۍ نللیکه به په نېږدې راتلونکې کې بشپړ او تورغنډۍ ته به ورسېږي.
کارګر زیاته کړه چې له ترکمنستان څخه د اوبلن غازو د دغې نللیکې په جوړېدو سره د خپل د اړتیا وړ غاز به له ترکمنستان څخه وپېري.
هغه ټینګار وکړ چې افغانستان به په کال کې کابو ۲۵ مېلیارده مټره مکعبه غاز له دغې لیکې څخه وپېري.
د منځنۍ آسیا د هېوادونو په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی شاکر کارګر وايي چې افغانستان به تر دې وروسته د ترکمنستان ګاز د هېواد په بندرونو کې د دغه هېواد له نل لیکي وپيري چې په په دې کار سره به له ترکمنستانه د هېواد تر پولو د ترکمنستان د ګازو د لیږدولو د لګښت پر سپما سربیره افغانستان کولای شي چې هر وخت د خپلې اړتیا له مخې اوبلن ګاز وپېري.
شاکر کارګر زیاته کړه:«د دغې نللیکې په جوړېدو سره سوداګر به وتوانېږي چې د افغانستان له پولو غاز وپېري نه د ترکمنستان له بازارونو او دغه نللیکه د تاپي پروژې په چوکاټ کې تر ترکمنستانه د وارداتي غازو پر بیه به ډېره اغېزه وکړي.»
اخوا د تیلو او ګازو د ورادوونکو ټولنه د هېواد بندرونو ته د ترکمنستان د ګازو د نل لیکو راغزځول د هېواد په ګټه بولي او وايي چې په دې کار سره به په ژمي کې د ګازو د بیې د لوړیدو مخه ونیول شي .
د نفتي توکو د واردونکو د ټولنې رییس اذرخش حافظي څرګنده کړه:«دغه نللیکه په ژمني او د کابل په نورو فصلونو کې د غازو د بیې د ټکان خوړلو لپاره به ډېر مهم وي او له بلخوا حکومت هم کولای شي د ترکمنستان د غازو له پېر او پلور او بازارونو ته د هغه له رسېدو خبر وي.»
اوس مهال افغان سوداګر د خورا ستونزو او ربړو په زغملو سره د ترکمنستان ګاز پیري او په ډیر لګښت سره یې د هېواد تر پولو رالیږدوي چې دا چاره پر نورو ستونزو سربیره د اوبلنو ګازو بیه لوړوي .