Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تورخم دورازې تړل کېدو د پاکستان اعتبار ته ستر زیان رسولی

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لاری تړل کی‎ېدل په ۱۳۹۵ هجری لمریز کال کې یو له لویو پېښو خو د هېواد په بازارنو کې کم تاثیره مسئله وه.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او صنایعو ګډه خونه وایي چې له افغانستان سره د لارو تړل کېدو د دغه هېواد سوداګرۍ او ترانزیټي اعتبار ته سخت زیان رسولی دی.

اخوا د دغې خونۍ یو شمېر غړي وایي چې دغه لاره د هغو زیانو له امله خلاصه شوې ده چې پاکستان ته وراوښتې ده نه افغانستان ته د دغه هېواد د درناوي له امله.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دروازې د ۳۳ ورځې له تړل کېدو وروسته چې د پاکستان له خوا په یوه اړخیزه توګه تړل شوې وه،د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف حکم کړی چې دغه دروازه له ځنډه پرته پرانیستل شي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال وویل:«موږ پوهېږو چې د لارو د تړلو دغه پرېکړه د هېچا په ګټه نه وه؛نه زموږ په ګټه او نه هم د پاکستان.»

خو په دې منځ کې چا ډېر زیان کړی دی افغانستان او که پاکستان؟

خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې شمېرې ښيي،چې په دغې موده کې د پاکستان ډېری تازه مېوې او سبزۍ خوسا شوې دي او پاکستان د لارې په تړل کېدو سره د خپلو توکو د مصرف ستر بازارونه چې افغانستان او منځنۍ اسیا ده له لاسه ورکړي دي.

د نړیوالۍ سوداګرۍ او صنایع خونې پخوانی رییس آذرخش حافظي وویل:«پاکستان فکر کوی وه چې پاکستان د لارو په بندېدو سره به افغانستان له سترو ستونزو سره مخ کړي،خو اوس افغانستان هغه پخوانی افغانستان نه دی چې یوازې په پاکستان پورې تړی وي.»

له بلخوا،د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي چې افغانستان په دغې موده کې کابو ۱۰۰ مېلیونه ډالره زیان کړی او اوس‎مهال هم د افغانستان کابو ۶ زره ګانټينره توکي د تورخم هغې غاړې ته درول شوي دي.

په همدې حال کې یو شمېر سوداګر وايي هغه توکي چې د تورخم هغې غاړې ته درول شوي دي د ورځې تر ۱۵۰ ډالرو ډېمريج ورکوي.

دغه سوداګر وايي چې له پاکستان سره د سوداګرۍ له دوام څخه به لاس په سر شي.

له دې سره چې څه باندې یوه میاشت د پاکستان د لارې له تړل کېدو څخه تېرېږي،خو د دغې پېښې اغېزه د هېواد پر بازارونو لږه وه او دم‎ګړۍ د هېواد په بازارونو کې د پاکستاني توکو پر ځای ډېری وارداتي توکي له ایران او د منځي اسیا هېوادونو څخه وارد شوي دي.

په کابل کې یو پلورونکی محمد صالح وايي:«اوس ډېری هغه توکي چې له پخوا له پاکستان څخه واردېدل له نورو هېوادونو څخه واردېږي او موږ په دې برخې کې هېڅ ستونزه نه لرو.»

ځینې هېوادوال د پاکستان د ستونزو د رامنځته کولو سربېره،له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو پر ښه والي ټینګار کوي او دا کار د دواړو هېوادونو په ګټه بولي.

شریک یي کړئ