Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تولید په برخه کې د ۲۰ سلنې پانګونې کمښت

تېر زیږدیز کال په ترڅ په افغانستان کې د تولید په برخه کې ۲۰ سلنه پانګونې کمې شوې دي او د صنایعو ټولنې چارواکو نن(شنبه د سلواغې۲۹مه) کابل کې د یوې ناستې په ترڅ کې د دې زوړې لامل په ټول هېواد کې د کارخانو پر وړاندې پرتې ستونزې بولي.

په ځانګړې توګه د پور نه ورکړه، له کورنیو تولید شویو توکو نه ملاتړ او د نا امنیو زیاتوالی د تولید په برخه کې د پانګونې د زوړې لامل بولي.

دوی همداراز پر ملي یوالي حکومت د نیوکې سره وايي چې د کمپاینونو پرمهال دوی ته له ورکړل شویو ۱۲ ژمنو یوازې دوه مورده پلې شوې دي.

د یادې ټولنې رئیس، سخي‎احمد پیمان وايي:«تر اوسه ملي یووالي حکومت خصوصي سکتور ته ورکړل شوې ژمنې دوه مورده عملي شوې دي او لس نور یې پاتې دي.»

له بلې خوا د صنایعو ټولنې غړي د کاخونو لپاره د ځمکې نشتوالی او د مالیاتو ورکړې په برخه کې ستونزې د پانګونو د خنډ لامل په توګه څرګندوي.

عبدالجبار صافي څرګندوي:«کابو سل د کاخونو څښتنان په پاکستان کې میلیونونه ډالر پانګه لري او لا هم په افغانستان کې د ځمکې په تمه د ي، دوی وايي چې د افغانستان حکومت ورسره مرسته نه کوي او پاکستان چمتو دی چې دوی بیا خپل کار پیل کړي.»

د وسوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکي هم وايي دولتي بنسټونو په ځانګړې توګه د سوداګرۍ وزارت تر اوسه پورې د ستونزې هوارۍ په موخه هېڅ کار نه دی کړی.

د سوداګریو او صنایعو خونو مرستیال، بازمحمد افسرزی وايي:«زموږ په فکر کې څوک نه دي دولتي مامورین یوازې د خپلو لوړو حقوقو اخیستو په فکر کې دي.»

خو د سوداګریو او صنایعو خونو ویاند، مسافر قوقندي ردوي چې په تېر کال کې پانګونې کمې شوې دي او د سوداګریو په برخه آسانتیاو رامنځته کېدو خبره کوي.

ښاغلی قوقندي زیاتويک«موږ پر اومو موادو تعرفې کمې کړې  دي او ستونزې تر یوه حده کمې شوې دي، پانګونه نه یوازې چې کمه شوې نه ده، بلکې د تېرو کلونو په پرتله زیاته شوې هم ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د کندهار ولایت د کارخونو څښتنان وايي چې د برېښنا نشتوالي له امله په دې ولایت کې کابو ۱۰۰ کارخونې ولاړې دي.

په ځانګړې توګه د پور نه ورکړه، له کورنیو تولید شویو توکو نه ملاتړ او د نا امنیو زیاتوالی د تولید په برخه کې د پانګونې د زوړې لامل بولي

شریک یي کړئ