د وچې مېوې یو شمېر پلورونکي وايي چې د جلغوزې د حاصلاتو د کموالي او له هېواد څخه بهر ته د هغه صادرېدل د دې لامل شوي چې د جلغوزې بیه لوړه شي،نو له همدې امله هېوال ډېر کم د هغې د پېر توان لري.
اوسمهال د هېواد په بازارونو کې د یو کیلو جلغوزو بیه ۲ زره او ۷۰۰ افغانۍ ده په داسې حال کې چې تېر کال د یو کیلو جلغوزو بیه ۷۰۰ افغانۍ وه.
د وچې مېوې یو شمېر پلورنکي وايي چې د تورو جلغوزو د کموالي او له هېواد نه بهر ته د هغو د صادراتو له امله سږ کال د هېواد په بازارونو کې تورې جلغوزې ډیرې کمې پیدا کیږي.
عبدالستار یوه پلورنکي وویل:«په نورو کلونو کې هر هټیوال په یوه ورځ کې تر ۱۵ کیلو پلور لرلی دی،خو اوس په یوه ورځ کې یو کیلو پلوري.»
بل پلورونکي اجمل وویل:«د دې لپاره د جلغوزې پلور او پېر کم شوی چې بیه یې لوړه شوې ده.»
اخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي چې سږکال څه باندې زر ټنه تورې جلغوزې اروپايي هېوادونو ته صادرې شوې دي د دوی په وینا دغه بنسټ هڅه کوي په راتلونکې کال کې تر ۲ زره ټنو پورې تورې جلغوزې له هېواد څخه بهر ته صادرې کړای شي.
سږکال د جلغوزو یوه لویه برخه پاکستان ته هم صادره شوې ده.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام پسرلي وویل:«د افغانستان د جلغوزو لپاره بهرني بازارونه ډېر ښه دي،خو زموږ یوازینۍ ستونزه د توپیر په سر ده نو له همدې امله د جلغوزو یوه ستره برخه پاکستان ته ځي او له هغه ځای څخه د پاکستان په نوم بهر ته صادرېږي.»
جلغوزې د هېواد له ګرانبیه وچو مېوو څخه دي چې تر ډېره د هېواد په ختیځو ولایتونو کې په خپله شنې کېږي.
په هېواد کې د وچې مېوې د پلورونکو په وینا حکومت باید د تورو جلغوزو د حاصلاتو د زیاتېدو لپاره هڅې وکړي ځکه دا مېوه په کوردننه او بهر ښه بازار لري .