Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خصوصي سکتور لخوا د لومړي صنعتي پارک جوړېدل

 د شنو صنایعو صنعتي ښارګوټي پروژې مسوؤل، محسن امیري وايي چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به د کابل په باریک‎آب سیمه کې د خصوصي سکتور په پانګونې لومړني صنعتي پارک چارې پیل شي.

ټاکل شوې تر راتلونکو لسو کلونو، د خصوصي برخې له خوا، د زروغون صنایعو پر صنعتي پارک لږ تر لږه ۴ میلیارد ډالر پانګونه وشي. له دې سره به کابو ۱۰۰ زره تنه هېوادوالو د کار اسانتیا برابره شي.

د زرغونو صنایعو د صنعتي پارک پروژې مشر وایي، د دې پارک د لومړۍ برخې ۷۰ په سلو کې کارونه شوي او د صنایعو پر خاوندانو د ځمکې تر ویشلو وروسته به، د پارک لومړنۍ برخه پرانیستل شي.

دی زیاتوي:«ټول نړیوال معیارونه به دلته په پام کې ونیول شي، تاسو به داسې پارک وګورئ چې روغتونونه او صحي مرکزونه ولري او هغه ټولې آسانتیاوې په وې په دې پارک کې چې اوسېدونکي ورته اړتیا لري.»

په همدې حال کې د ځینو صنایعو خاوندان وایي، دې برخه کې زیربنایي ستونزو او ناامنیو ته په پام سره، ګرانه به وي چې پانګوال پانګونې ته زړه ښه کړي.

د سراسري صنایعو شورا غړی، عبدالکریم عارفي څرګندوي:«دولت باید امنیت په دې برخه کې تامین کړي. سمه ده چې نسبي امنیت شته دی، خو یوه سوداګر ته باید سل په سلو کې امنیت وي. بله ستونزه چې په سیمه کې برېښن نشته برېښنا مزو ته نه ده وصل شوې.»

د زرغونو صنایعو صنعتي پارک، د باریک اب په سیمه کې درې زره جریبه ځمکه باندې، د شاوخوا ۱۵ سوه کوچنیو او منځنۍ کچه کاروخونو لپاره جوړیږي.

دې صنعتي پارک کې به له پاکستان څخه راستانه شویو افغان پانګوالو ته هم د کارخونو لپاره ځمکه ورکړل شي

شریک یي کړئ