Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سرحدي شخړو دوام؛په بازار کې د احتکار له امله دهېوادوالو اندېښنه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي شخړو له دوام سره په ورته وخت کې،د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په تېرو څو ورځو کې د کچالو بیه په بازارونو کې دوه برابره شوې ده.

که‎څه هم چې د سوداګرۍ او صنایع خونې چارواکي،د سبزیو په ځانګړې توګه د کچالو د بیې لوړېدل د پاکستان د دروازې په تړلو پورې تړلې بولي،خو د پلازمېنې اوسېدونکي په دې برخه کې سوداګر په احتکار او په ګران پلورنې تورنوي.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت د مالوماتو له مخې سږکال د کچالو څه باندې۴۰۰ زره ټنه حاصلات راټول شوي دي خو سره له دې  چې افغانستان په سیمه کې  له هغو هېوادونو دی چې د پیازو او کچالوو ډېر حاصلات لري؛ خو اوس مهال د پلازمېنې په بازارونو کې د یو من کچالوو بیه تر ۲۵۰  افغانیو رسېدلې ده.

د کچالو یوه پلورونکي احمد شریف وویل:«څو موده وړاندې یو من کچالو ۱۲۰ افغانۍ وو،خو کله چې لاره بنده شوې بیه یې ۲۵۰،۲۶۰ او تر ۲۸۰ پورې لوړه شوې ده.»

که څه هم د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند د کچالوو د بیو لوړوالي  ته  د پاکستان د بندرونو له بندېدو سره تړاو ورکوي ؛ د پلازمېنې یو شمیر اوسیدونکي وایي چې اوس مهال یو شمیر سوداګر په همدې پلمه په بازارونو کې له ګرانپلورنې او احتکاره کار اخلي .

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام پسرلی وايي:«د معیاري سړو خونو نشتوالی د دې لامل شوی چې موږ کچالو صادر کړو او کله چې د کچالو موسم پای ته ورسېږي بېرته واردوو که چې واردوو بیه یې لوړېږي.»

د کابل یوه اوسېدونکي وویل:«اړ یوو چې هټۍ وتړو د دې لپاره چې د کچالو بیه لوړه ده پوره کولای نه شو.»

بله خوا د پیازو او کچالوو لپاره د  لویو او منځنیو سړو خونو نشتوالی په دې برخه کې یوه بله ستونزه ګڼل کېږي ؛خو د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي چې سږکال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کچالیو او پيازو څه باندې ۶۰۰  زېرمې جوړې شوي دي .

د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند لطف الله راشد هم څرګنده کړه:«د کچالو او پیازو د زېرمو د جوړولو په خاطر د سږکال په لړ کې موږ توانېدلي یوو ۶۶۴ د کچالو او پیازو زېرمې جوړې کړو چې ډېری دغه زېرمې  د پروان او بامیانو په ولایتونو کې دي.»

اخوا له دې ټولو سره سره د هېواد یو شمېر بې وزله اوسېدونکي د هغو سبو د بیو لوړوالي چې په پراخه اندازه په هېواد کې تر لاسه کېږي د پوښتنې وړ بولي.

دوی وایي چې حکومت باید په بازارونو کې د نظم د رامنځته کولو لپاره لاس په کار شي .

شریک یي کړئ