سره له دې چې افغان حکومت د مخابراتي خدمتونو د مالیې د راټولولو په برخه د رڼووالی د رامنځ ته کولو لپاره هڅې کړي، خو لا هم مالیات په پخواني ډول راټولیږي.
د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژي وزارت وایي چې په مخابراتي خدمتونو د مالیې له وضع کولو د کابو یوه نیم کال په تیریدو سره تر اوسه پورې له دغې برخې څخه ۵ ملیارده او۹۰۰ میلیونه افغانۍ راټولې شوي دي.
بلخوا د کابو ۶ میاشتو په تېریدو سره د ریښتني وخت سیسټم د جوړلو لپاره په دغې برخه کې ډیر کم پرمختګ شوي دي.
د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزیر، یاسین صمیم څرګندوي:«هغه مالومات چې موږ ترلاسه کړي او ښايې چې د مالیې وزارت هم له تاسو سره شریک کړي وي، د سلواغې میاشتې تر پایه پورې له دې لارې ۹،۵ میلیونه افغانۍ راټولې شوې دي.»
له بلې خوا د مالیې وزارت ویاند، اجمل حمید وايي:«د لنیدۍ میاشتې پایته رسېدو مخکط ۵ میلیارډه افغانۍ راټولې شوې دي.»
د اقتصاد وزارت وايي چې د مخابراتي خدمتونو مالیاتو ټولولو کې د رڼښت لپاره به د دې اوونۍ تر پایه پورې د ۸ شرکتونو ته د ريښتني وخت سنجولو ماشین لپاره شرطلیکونه ورکړل شوي دي.
د یاد وزارت ویاند، سهراب بهمن وايي:«اوس په کب میاشت کې یوو او هیله ده چې د وري میاشتې په نیمايي کې یو شرکت وټاکل شي او دسیسټم کار مخې ته یوړل شي.»
سره له دې چې پر مخابراتو وزارت د مخابراتي مالیاتو راټولولو کې د رڼښت پر نشتوالي نیوکې وشوې او په دې برخه کې د ډېر څار خبر ورکړل شو، خو لا هم هېواد وال وایې چې ستونزې نه دي هوارې شوي.