د سوداګرۍ او صنایع خونې چارواکي وايي چې د مسلکي کارګرانو د نشتون له امله پانګهوال ۸۰ سلنه مسلکي کارګران له بهرنیو هېوادونو څخه په دنده ګماري.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي:«حکومت باید د مسلکي کارګرانو د روزنې لپاره روزنیز مرکزونه رامنځته کړي.دمګړۍ دا زموږ لپاره جدي ستونزه ده او موږ اړ یوو ۸۰ سلنه مسلکي کارګران له بهر څخه په دنده وګمارو.»
په همدې حال کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې په ټول هېواد کې د مسلکي کارګرانو د روزلو لپاره ۴۵ روزنیز مسلکي بنسټونه شته چې دا بنسټونه په بېلابېلو برخو کې ځوانان روزي.
کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزي وویل:«موږ کوښښ کوو چې د مسلکي او حرفهيي مرکزونو له پراختیا او ډېرو ځوانانو له روزنې سره مسلکي کارګرانو ته د بازار اړتیا لیرې کړو.»
د افغان کوریا انسټېټیوت یو له دغو مسلکي بنسټونو څخه دی چې د موټرو د ترمیم ، برېښنا، نلدوانۍ، ودانیزو برخو، خیاطي ، کمپیوټر او په نورو برخو کې مسلکي زدهکړې ورکوي.
اخوا هغه زدهکونکي چې د افغان کوریا په مسلکي انسټېټیوت کې زدهکړې کوي د داشان مرکزونو جوړېدل د ځوانانو لپاره یوه جدي اړتیا بولي.
د دغه انسټېټیوټ یو تن زدهکوونکي سیدنصرت وویل:«کهچېرې داشان روزنیز مرکزونه زیات شي د ځوانانو لپاره ډېر ښه دي چې د زدهکړې ترڅنګ کولای شي یو کسب هم زده کړي.»
د دغه انسټېټیوټ یوه زده کوونکې بصیره وايي:«د کتابونو په برخه کې ستونزه لرو.باید ټول کتابونه په خپله واخلو او همدارنګه په تېرو کلونو کې هغه اسانتیاوې چې نورو زدهکوونکو ته وې موږ ته نشته.»
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په وینا سږکال د ځوانانو لپاره له ۴۶ ډېر مسلکي مرکزونه جوړ شوي دي چې په بېلابېلو برخو کې ځوانان روزي.