Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد ۳۲۰ کلي د تاجیکستان د سرریز بند له امله په خطر کې دي

د هېواد طبیعي پېښو ته د رسېدنې وزیر ویس احمد برمک د چهارشنبې په ورځ(د کب په ۴ مه)په کابل کې اعلان وکړ چې د دغه بند د وضعیت په اړه د افغان پلاوي وروستي رپوټونه جدي دي او افغان حکومت هڅه کوي ترڅو د سرریز بند د احمتالي زیانونو د مخنیوي لپاره خپل چمتووالی ولري.

له بلخوا هم،د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي چې دم‎ګړۍ د تاجیکستان په سرریز بند کې چې یو طبیعي بند دی ۱۶ مېلیارده مټره مکعبه اوبي راغونډې شوې دي او شونې ده چې د زلزلې په پایه کې د دغه بند له ویجاړېدو سره او امو سیند ته د اوبو په راتلو سره د امو سیند اوبو کچه لوړه شي.

د تاجیکستان د سرریز بند چې  د افغانستان او تاجیکستان په سرحدي سیمه کې دی ؛ په ۱۹۱۱ زیږدیز کال کې د یوه غره د ښوېدو له امله په طبیعي توګه رامنځته شو ؛ خو ویل کېږي چې اوس مهال شپاړس مېلیاده متر مکعبه اوبه په کې راغوڼدې شوې دي او د دغه بند د نړېدو احتمال زیات دی.

ښاغلی برمک زیاتوي:«وروستي رپوټونه چې په دې اړه خپاروه شوي دي د اندېښنې وړ دي،نو د ستونزې د حل لپاره هڅې پیل شوې دي،خو تراوسه موږ د دغه بند په اړه نور مالومات نه‎لرو.»

د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي چې له افغانستان څخه پرته د آمو سیند دواړو غاړو ته پرتو هېوادونو د دغه بند د احتمالي ړنګېدو لپاره چمتووالی نیولی دی ؛ په داسې حال کې چې دا خطر د هېواد ۳۲۰ کلي ګواښي.

د اوبو او برېښنا وزارت د فني بورد رییس ویس الرحمان هم په دې اړه څرګنده کړه:«د یوې سترې ستونزې د مخنيوي لپاره چې په مخکې یې لرو باید اقدام وشي ځکه چې د دغه بند ړنګېدل دېر خطرناک دي.»

خو افغان حکومت د تاجیکستان د سرریز د بند د ړنګېدو له امله د زیانونو د مخنیوي لپاره څه تدابیر نیولای شي؟

د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست له دغې پېښې د  زیانمنوونکو هېوادونو پر همغږۍ ټینګار کوي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل په دې اړه وویل:«افغان حکومت په دغې برخه کې د ستونزو د حل لپاره له مرسته کوونکو سره په اړیکه کې دی چې هغوی وکړای شي له موږ سره په دغې برخه کې مرسته وکړي.»

که څه هم د تاجیکستان د سرریز له بند څخه هېڅ کوم هېواد اقتصادي ګټه نه پورته کوي؛ خو د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي چې د دغه بند ړنګېدل په بېلابېلو هېوادونو کې د هغو پنځو مېلیونو کسانو ژوند ګواښي چې د آمو سیند په شاوخواکې پراته دي.

ویل کېږي چې د دغه بند د اوبو ایستل یوازینۍ حل لاره ده؛خو اوس مهال دا کار د هېوادونو له وسه پورته خبره ده .

له بلخوا هم،د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي چې دم‎ګړۍ د تاجیکستان په سرریز بند کې چې یو طبیعي بند دی ۱۶ مېلیارده مټره مکعبه اوبي راغونډې شوې دي او شونې ده چې د زلزلې په پایه کې د دغه بند له ویجاړېدو سره او امو سیند ته د اوبو په راتلو سره د امو سیند اوبو کچه لوړه شي

شریک یي کړئ