Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټولګټو وزارت د ترانسپورت لوی پروګرام تر ۲۰۳۶ کاله وغځاوه

د ټولګټو چارو وزیر، محمود بلیغ وایي چې د دغه پروګرام په لړ کې به د لویو لارو رغولو، د بیخ بنسټنو پراختیا او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ترانزیت په لارې باندې د افغانستان په بدلیدلوباندې پاملرنه کوي.

نوموړی وایي چې د دغه پرواګرام عملي کېدل به ۲۶ ملیارده ډالرلګښت ولري.

ښاغلي بلیغ وړاندې وویل:"اساسي موضوع چې موږ پرې په نوي ماسټر پلان کې ټینګار کوو د ساتنې موضوع ده چې تېرو ۱۵ کلونو کې د بشپړه شویو سرکونو یوې برخې په توګه موږ اړتیا ورته لرو تر څو یوه کدي کړنلاره ولرو."

د آسیايي پراختیايي بانک د مالوماتو له مخې تر اوسه ۴ میلیارډه او ۷۰۰ میلیونه ډالره او د سرکونو جوړولو، هوايي ډګرونو او ریل پټلیو پروژو رغونې لپاره دوه میلیارډو په ګډون افغانستان ته د پور په ډول ورکړل شوې دي.

د آسیا پراختیايي بانک رئیس، بام پنیلا څرګندوي:"د دې پروژې کار پر عملیاتو چارو څرخې. موږ او مرسته کوونکو نور ډېر سرکونه جوړ کړي دي، خو باید ډاډ ترلاسه کړو چې ښې کړنلارې شته او دافغانانو چارې نه محدودې کوي."

له بلې خوا د ټولګټو وزارت د لغمان ولایت مهترلام حلقوي سرک د هوکړې له لاسلیک له یوه خصوصي شرکت سره خبر ورکوی.

د دې سرک لګښت به ۲۵۰ میلیونه ډالره وي.

دلغمان والي، عبدالجبار نعیمي څرګندوي:"د ټولګټو چارو وزارت په وینا چې د هېواد لوی ټرانسپورټ پروګرام لپاره تر ۲۰۳۶زیږدیز کاله پورې ۲۶ میلیارډه ډالرو ته اړتیا ده چې یوه برخه کې د آسیا پراختیايي بانک لخوا ورکول کېږي.
 
شریک یي کړئ