Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د چرګانو فارمونو جوړولو په برخه کې د پانګونو زیاتوالی

د کرهني او اوبو لګولو وزارت د مالوماتو له مخې، په هېواد کې د چرګانو د فارمونو او د چرګو د هګیو د تولید په برخه اووه سوه میلیونه ډالر پانګونه شوي ده.

د کرهنې او اوبو لګولو وزارت ویاند وایې، د دوی موندنې ښیې چې په هېواد کې د چرګانو او د چرګو دهګیو په برخه کې د خصوصی او عامه برخو د لویو پانګونو په پایله کې تر دې له لس ۱۰ او ۸۰۰ زیات کوچنې، منځنې او لوی فارمونه جوړ شوي دي. 

له دغو په  سلګونه ملیون ډالرو پانګونې نه  په هېواد کې د چرګانو د ساتنې د فارمونو د جوړیدو، د چرګانو د غوښې د پروسس او بسته بندۍ، د چرګوړو د اېستلو، د چرګانو د خوراکي توکو د تولید او په هېواد کې د چرګانو د لوی‎وژنځي د جوړیدو په برخه کې کار اخیستل کیږي.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند وايي چې په هېواد کې د چرګانو د ساتنې د فارمونو د جوړیدو لپاره د پانګونې فرصتونه شته او دغه وزارت هڅه کوي په دې برخه کې ډیرې پانګونې چذب کړي.

 د کرنې وزارت ویاند، لطف‎الله راشد وویل:«په دوو وروستیو کلونو کې پنځه زره کوچني، ۲۰۸ لوی، او کابو ۱۵ لویې د چرګانو د تولیداتو کارخانې په هېواد کې جوړې شوې دي. او موږ هڅه کوو چې پانګونې په دې برخه کې زیاتې شي.»

اخوا په ننګرهار ولایت کې د چرګانو د ساتنې یو شمېر فارم لرونکي وايي چې په تېرو دوو کلونو کې  په دغه ولایت کې د چرګوړو او هګیو د تولید درې لوی فارمونه جوړ شوي دی.

دوی وايي چې یو له دغو فارمونو او سمهال د هېواد بازارونو ته د  ورځې د چرګو  څه باندې دوه سوو پنځوس زره هګۍ  وړاندې کوي.

په ننګرهار ولایت کې یو تن فارم‎لرونکی، نعیمت قریشي څرګندوي:«ما په ننګرهار ولایت کې د کرنې وزارت د مالدارۍ پروګرام په مرسته د چرګانو فارم جوړ کړی دی او دا فارم د پنځو زرو چرګانو ظرفیت لري. او بل فارم مې په شخصي لګښت جوړ کړی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې حکومت په هېواد کې د چرګانو د ساتنې په برخه کې د پانګونو د  پراختیا لپاره د چرګانو د غوښې او هګیو پر وارداتو ملاتړي تعرفې ولګولې او دا کار د هېواد په بازارونو کې د چرګانو د غوښې او هګیو د بیو د لوړوالي لامل شو.

خو یو شمېر فارملرونکي وايي چې اوس مهال د چرګو هګۍ او ژوندي په قاچاقي توګه هېواد ته راواردیږي.

په ننګرهار کې د یوه لوی فارم څښتن، عزیزالله څرګندوي:«ستونزې ډېرې دي، اوس په یو شمېر ګمروکونو کې چرګې په کمه بیه محصول کېږي او یا هم په قاچاقي ډول هېواد ته راځي چې دا کار زموږ په زیان دی.»

اخوا د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي چې اوس مهال په هېواد کې د چرګانو د ساتنې فارمونه  کولای شي چې په هېواد کې د چرګانو غوښې د هېواد ۴۹او د چرګو هګیو ته د هېواد پنځه ویشت سلنه اړتیا پوره کړي.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند وايي چې په هېواد کې د چرګانو د ساتنې د فارمونو د جوړیدو لپاره د پانګونې فرصتونه شته او دغه وزارت هڅه کوي په دې برخه کې ډیرې پانګونې چذب کړي

شریک یي کړئ