Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل ښاروالۍ د پاک او زرغون ښار پروګرام پیل‎ وي

د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب‎زی وايي چې د پاک او زرغون ښار پروګرام تر راتلونکو ۱۲ میاشتو او د امریکا متحده ایالاتو د پراختیايي ادارې په لګښت او د ملګرو ملتونو د استوګنیزو چارو ادارې په مسلکي مرستو سره عملي کېږي.

د کابل ښاروالۍ سرپرست وايي دغه کار به د ښار د پاکوالي ترڅنګ زرګونو کسانو ته کاري زمینې هم برابرې کړي.

 د پاک او زرغون ښار، یا سي جي سي،  پروګرام  د کابو ۲۰  مېلیونو ډالرو په لګښت د هېواد په څو ولایتونو کې عملي کېږي. له دې ډلې به کابو ۸ مېلیونه ډالره د کابل په ۱۵ ناحیو کې ولګول شي.

د کابل ښاروالۍ سرپرست دا پروګرام د زرغون کابل د تګلارې لومړۍ ګام بولي او وايي چې دا کار به د هېواد په پاکۍ کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي.

د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حبیب‎زي وویل:«انشاالله د دغه پروګرام له عملي کېدو سره به د کابل په ټولو سیمو او پلې لارو کې او ټول ښار کې به د پام وړ بدلون راشي. »

ټاکل شوې د پاک او زرغون ښار پروګرام به د شنبې په ورځ د کابل له لومړۍ او دویمې ناحیو څخه پیل شي چې په پیلېدو سره به سلګونه هېوادوالو ته دندې هم پیدا شي.

د کابل ښار د تنظیف رییس احمدبهزاد غیاثي څرګنده کړه:«موږ هوکړه کړې چې ۱۵۰ عراده زرنج وپېرو. موږ د لومړي ځل لپاره په کابل ښار کې کور په کور د کثافاتو راغونډول پیلوو.»

د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکی سیدحسین پرویزي وايي:«زموږ د سیمې اوسېدونکي وزګار وو،له نېکه مرغه د کرنې وزارت د کابل ښاروالۍ په همکارۍ د نهالونو د اېښودلو لپاره یې ش۲۵۰ تنه په کار وګمارل.»

ټاکل شوې له کابل وروسته دا پروګرام په څو نورو ښارونو لکه مزارشریف او جلال آباد ښار کې هم عملي شي چې په ټولیزه توګه ۱۰ زره تنه په دې پروګرام کې په دندو بوختېږي.

شریک یي کړئ