Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کانونو اوسني قانون په اړه اندېښنې

د دولتي چارواکو او د ولسي جرګې د غړو له خپلوانو سره د کانونو د تړونو په ورکولو کې د محدودیتونو نشتوالی؛ د کانونو د تړونونو په برخه کې د کانونو د قانون د یو شمېر مادو ګونګتیا؛ او په کانونو کې  د ټولنیزو او چاپیریالي مسایلو لپاره د مشخصو مادو نشتوالی په هغو مواردو کې شامل دي چې پر طبیعي سرچینو د څارنې د شبکې د مسوولینو په وینا د کانونو په اوسني قانون کې په پام کې نه دي نیول شوي.

دوی وایي چې له همدې امله او سمهال د کانونو د  عوایدو یوه برخه د  زورواکو او د دولت د مخالفو وسله‎والو جیبونو ته لویږي‎.

پر طبیعي سرچېنو د شبکې غړی، ابراهیم جعفري وايي:«فکر کوم چې په قانون کې د بدلون پر ځای د هغې پلې کولو ته پام وشي د کانونو څار او مدیریت ته پام‎لرنه وشي.»

په همدې حال کې د روڼتیا د څار بنسټ وايي چې حکومت د هېواد د کانونو د مدیریت لپاره خپل باور له لاسه ورکړی دی.

دوی وايي چې اوس مهال د هېواد د کانونو قانون جدي بیاکتنې ته اړتیا لري .

د رڼښت بنسټ څېړونکی، ناصر تیموری وايي:«له بده مرغه چې افغانستان د کانونو مدیریت په بره کې خپل باور له لاسه ورکړی دی او دا باور د قانون بدلون او هېواد کې رڼښت تضمین پورې تړلی دی.»

خو د کانونو وزارت وايي چې ددغه وزارت نوې مشرتابه د هېواد د کانونو د ستونزو پر اواري کارکوي او که چیري اړتیا وي دغه وزارت کولای شي د کانونو په قانون کې بدلونونه رامنځته کړي.

د کانونو وزارت ویاند، ذبیح سروري په دې اړه څرګندوي:«د کانونو قانون څو ځله تعدیل شوی دی او د اړتیا له مخې دا کار شوی دی، د بدلون وړ دی او د ملي ګټو او اړتیا په صورت کې به د کانونو وزارت چارواکي ورباندې فکر وکړي.»

پر طبیعي سرچینو د څارنې د شبکې د مسوولینو په وینا حکومت باید د هېواد له کانونو نه په سمه توګه د کا راخیستو لپاره د کانونو پر تعدیل سربیره په کانونو وزارت کې ظرفیتونه لوړ کړي ؛ دوی وايي چې په کمزوري مدیریت سره به  کله هم د هېواد د کانونو د تالا کیدو مخه ونه نیول شي.

شریک یي کړئ