د هېواد مالیې وزایر، اکلیل حکمي له طلوعنیوز سره په مرکه کې د کانونو عوایدو له کموالي اندېښنه څرګندوي او زیاتوي چې د کانونو عوایدو بېځایه تللو مخنیوي لپاره حکومت باید اړینې کړنلارې ولري.
دی وايي لا هم یو شمېر کانونه چې د هېواد ملي شتمنې ده، د یو شمېر کسانو لهخوا حیفاو میل کېږي او دا هم د کانونو د عوایدو لامل دی.
د مالیې وزیر وړاندې وویل:«زموږ کانونه له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، هغه څه چې تاسو هم ورته اشاره درلوده. د کانونو عواید اوسمهال حیفاومیل کېږي، د یو شمېر زورواکو لخوا، په داسې حال کې چې دا ملي شتمني ده او باید ددې کار مخه ونیول شي.»
له دې سره چې تر دې وړاندې هم، څو څو ځله مدني ټولنو او پر طبیعي سرچینو د څار بنسټونو، هېواد کې د کانونو د تالان په اړه څرګندونې کړې وې خو؛ دا لومړی ځل دی چې د مالیې وزیر د کانونو له درکه د عوایدو له لاسه وتل د بېلابېلو ستونزم لامل بولي.
بل لور، د کانونو وزارت ویاند، عبدالقدیر مصطفی مني چې د کانونو تړون کونکو شرکتونو له خوا د کار بندیدو او پر شرکتونو د زیاتو پورونو له کبله، دې برخه کې عواید لږ شوي، خو وایي دا وزارت هڅه کوي د پورونو د کچې په معلومولو او د کانونو د تړونو ارزونې سره، د عوایدو کچه زیاته شي.
ده وړاندې وویل:«موږ هڅه کوو چې له مهمو پروګرامونو سره چې اوسهم روان دي، لومړۍ خپل پورونه ترلاسه کړو او وروسته په هېواد کې د کانونو په برخه کې د تړونونو په برخه کې هڅه وکړو.»
له دې سره چې دی، د کانونو په وزارت کې د نوې مشرتابه په راتګ سره د کانونو د عوایدو ښه کېدو لپاره هیله من دی، خو وایي چې دولتي ادارې باید د ملي شتمنیو خوندیتوب لپاره کار وکړي.
هېواد کې د کانونو لویو زیرمو ته په پام، افغانستان باید د کانونو له درکه په کال کې تر درې میلیارد او پنځه سوه میلیون ډالرو عواید لرل، خو لیدل کېږي چې دې برخه کې شته ستونزو له کبله، د دې عوایدو یوه لږه برخه د دولت بودجې ته ځي.